Homeخبرونهپه هرات کې سلګونو کسانو د ملکي وګړو پر خونړي برید اعتراض...

په هرات کې سلګونو کسانو د ملکي وګړو پر خونړي برید اعتراض وکړ

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۲۵ مه) نن (سې شنبې) په هرات ښار کې سلګونو کسانو د هغو ۱۱ تنو د وژل کېدو د غندنې لپاره غونډه وکړه چې د دې ولایت په انجیل ولسوالي کې وطل شوي وو.

د جمعې په ورځ (د وري ۲۱) د انجیل ولسوالۍ د دهمیري کلي یوه زیارت ته څېرمه نامعلومو وسله‌والو پر ملکي وګړو ډزې وکړې. په دې برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

عیني شاهدان وايي، لاریون کوونکو د قربانیانو مړي د ښار په ځینو برخو کې لېږدول او د برید پر ضد یې شعارونه ورکول. سرچینو مخکې ویلي وو چې په دې برید کې اکثره وژل شوي کسان شیعه ګان دي.

د غونډې برخوالو د جنایتکارو د جنایت د غندلو ترڅنګ له چارواکو وغوښتل چې د برید عاملان ونیسي او جزا ورکړي.

تراوسه هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نومیالي شاعر عبدالباري جهاني دیارلسمه شعري «پیمان» خپره سوه

په ۳۶۳ پاڼو او پنځو برخو کي د نومیالي افغان شاعر عبدالباري جهاني دا شعري ټولګه د پیمان په نامه د نوموړي د وروستیو...