تاند ( سه شنبه د وري – حمل ۲۵مه) د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي د کرکټ لوبغاړو د نړۍوالې ټولنې مشورتي بورډ د غړي په توګه د راشدخان د ټاکلکېدو له امله، هغه ته مبارکي ویلې ده.
کرزي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «د افغانستان د کرکټ ستوري راشد خان ته د کرکټ د نړۍوالې ټولنې (WCA) په مشورتي بورډ کې د غړیتوب مبارکي وایم او د لا ډېرو کامیابیو هیله ورته لرم.»
د یادونې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان، تازه د کرکټ د لوبغاړو د نړۍوالې ټولنې د مشورتي بورډ غړی ټاکل شوی دی.
په دې بورډ کې څوک شامل دي:
چماري اتپتو (سریلانکا)
پټ کمينس (اسټرالیا)
سکاټ اډوارډز (هالنډ)
مېډي ګرین (نیوزیلنډ)
جېسن هولډر (وېسټ انډیز)
جهانارا عالم (بنګلهدېش)
کریس ووکس (انګلستان)
الیسا هیلي (اسټرالیا)
راشد خان (افغانستان)
هېدر نایټ (انګلستان)
واین مېډسن (ایټالیا)
پریاناز چټرجی (سکاټلنډ)
اېډن مارکرم (سویلي افریقا)
ډاریل مېچل (نیوزیلنډ)
لورا وولواردت (سویلي افریقا)
کریګ اروین (زمبابوې)
هېلي مېتوز (وېسټ انډیز)
کوري انډرسن (امریکا)
بابیټ ډي لیډ (هالنډ)
لورکان ټکر (ایرلینډ)
عمران کایس (بنګلهدېش)
ګرهارد اراسموس (نامیبیا)
لورا ډېلني (ایرلینډ)
سعد بن ظفر (کاناډا)
براین مسابا (یوګانډا)
سلام
راشد خان واقعا تاته اوټول محروم د افغانستان ولس ته مبارک ! په داسې حال کې چې له تعلیم اوښوونې بې برخې دی ، دحامد تورو تیارو اوتورو تباهیو وېجاړ کړی دی په جګړو کې راګیر وطن ته څه پاتې دی ؟ دکرزی دګلمجمی دورې یو فاسد حکومت خورد او برد کله چې رایاد شی استفراغ راځی دغه راپاتې زاړه ، پخوانی پرونی ، ننی، او ابل پرونی جعلی القاب نور باید ختم شی دې « دعالم اسباب » ویونکی چپن یا موړه اچولې ده نور په کوم سورکی لکه ملا مجهول ننوتل ورته په کار دی.