پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه ایران کې ۴ افغان کارګر مسموم او مړه شول

په ایران کې ۴ افغان کارګر مسموم او مړه شول

تاند (د اسد ۱۶مه) د ایران په جنوبي ښار شېراز کې پرون (یکشنبه) څلور تنه افغان کارګر د سیپتیک څاه په ګازو مسموم او مړه شول.

د شیراز د ښاروالۍ د اطفایې رييس هادي اعتمادپور ځايي رسنیو ته ویلي دا څلور افغان کارګر هغه مهال مړه شول چې یو تن یې په سیټیک څاه کې بند شو او نورو یې د ژغورلو هڅه وکړه.

دا پېښه د یکشنبې په ورځ په ځايي وخت د سهار په ۹ بجې او ۱۵ دقیقې په ګاچي کلي کې وشوه.

څلور واړه د یوې کورنۍ غړي وو. ۶۴ کلن پلار، او درې زامن یې چې ۲۵ کلن، ۲۷ کلن او ۳۴ کلن وو.

د اعتمادپور په وینا، لومړنۍ پلټنې ښيي چې په دې پېښه کې یو بل تن ژوندی پاتې شوی او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

ده همداراز وویل چې په سیپټیک څاه کې د هایدروجن سلفایډ په ګډون میتان او کاربون ډای اوکسایډ ګازونه وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...