عبدالسمیع واحدي
د هایدرولیکي ساختمانو متخصص
د ډیرو کلونو په اوږدو کې د یو ځای د آب هوا د وضیعت وسطي (منځني) کچي ته اقلیم ویل کیږي. د آب و هوا د همدغه منځنۍ کچي د وضیعت بدلون اقلیمي بدلون بلل کیږي. او یا هم د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د تعریف له مخي د انسانانو د مستقیم او غیرمستقیم فعالیتونو له امله د آب و هوا تغیر ته اقلیمی بدلون ویل کیږي.
د اقلیم چټک بدلون چې موږ یې اوس شاهدان یو د کورونو، فابریکو او ترانسپورت لپاره د تیلو، ګازو او ډبرو سکرو د بي حده کارولو له امله رامنځته شوی.
کله چې دغه فوسیل سونګ سوزیږي، دوی د شنو خونو ګازونه په عمده ډول کاربن ډاي اوکساید خوشي کوي، د شنو خونو ګازونه د لمر تودوخه جذبوي او په دي ډول ورسره د ځمکې د تودوخې درجه لوړیږي.
که څه هم افغانستان د نړی د نورو هیوادونو په پرتله د ګلتوني ګازونو په تولید کي ډير کم رول لري یعني یواځي 0.06 فیصده ګلتوني ګازونه تولیدوي خو د ضعیفې حکومتولي، د ظرفیتونو نشتون، بودجي کموالی او په نړیواله ټولنه کي د انزوا له وجی بیا هم افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راځي چې د اقلیم د بدلون په وجه تر ټولو ډېر زیانمنېدونکی دی. د دغه ناورین اغېز په ډېرو شویو وچکالیو کې جوت دی چې په ورستیو کي د ډیرو افغان وګړو د کړاو سبب شوی. 2016 زدیز کال کي ملګرو ملتونو UNEP یو راپور خپور کړ چي له مخي ٍيي د افغانستان منځنۍ کلنۍ تودوخه، چې له ۱۹۶۰ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د سانتي ګراد په کچه ۰.۶ درجې لوړه شوې ، تر دې په را وروسته موده کې په ځیروونکي او چټک ډول ˚C۱.۲ لوړه شوې. دغه بدلون د یخچالونو او واورو ویلې کیدل ګړندي کړي او د خونړيو سیلابونو د زیاتوالي، د یخچالي جهیلونو د ماتېدو لامل شوی دی.
تیرو دوو لسیزو کې د اقلیم د بدلون په پایله کې، د افغانستان 14٪ طبیعي یخچالونه ویلي شوي او د شلمې پیړۍ د پای په پرتله وچکالي دوه چنده شوې ده.
د افغانستان کلنۍ اوبه په لویه کچه په غرونو کې د ژمي په اورښت پوري تړاو لري چې د واورو او یخچالونو په بڼه راټولیږي ، د اورښتونو لږوالی د وچکالۍ لامل ګرځي.
د پسرلي او اوړي په موسمونو کي د طبیعي یخچالونو، واورو او کنګلونو څخه ویلي شوې اوبه چې د اوبو د طبیعي زیرمو کار ورکوي خړوبېدونکې ځمکې، سیندونه او د بندونو زېرمې تغذیه کوي.
د ځمکي ګرمیدل او اقلیمی بدلون له کبله په سیندونو کې د بحراني جریان (سیلابي) ورځی ډیري او د سیند د متوسط جریان ورځې کم شوی دي. په دې معنی چې د پسرلي په موسم کې دوامداره سیلابونه راوځي خو ورپسې دوبي موسم کې چي نباتات اوبو ته اړتیا لري او کروندي باید خړوپ شي د سیند منځني جریان اصغري حالت ته غورځیدلی. دا بدلون د کروندو لپاره ویجاړوونکی دی، ځکه د اوړي په موسم کي چې کروندې اوبو ته اړتیا لري د اوبو لږوالی یې ګواښي. سربیره پر دې د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې لوړېدل له نباتاتو د اوبو تبخیر ډېروي چې له امله یې کښت ډېرې اوبَو ته اړټیا پیدا کوي.
په کلني اورښتونو کي د کمښت له وجهی د واورو او یخچالونو زیرمي په بیساري شکل د نابود کیدلو د خطر سره مخ دي دا د دی سبب شوی چي د هیواد کرنه، څړځایونه او د څښاک اوبو ټولي سرچیني زیانمني شي د بېلګې په توګه، په ډېرو شمالي سیمو کې د للمي غنمو حاصلاتو کي د پام وړ کموالی راغلی. د هیواد د اوبو ذخیروي او د برېښنا د تولید بندونه د معمول کچې څخه کم اوبه زیرمه کوي او ډېره کمه بریښنا تولیدوي. پلازمینه کابل کې د ځمکې لاندې اوبه په اعظمي ډول ټیټ شوی او د څښاک د اوبو ډیر څاګاني وچ شوي، د کابل، کندهار او یو شمیر نورو لویو ښارونو خلک په ساعتونو ساعتونو ژورو څاګانو ته کتار ولاړ وي تر څو د څښاک اوبه ترلاسه کړي، چې اکثره دغه څاګاني د ددوي له کورونو څخه لرې واټن کي موقیعت لري.
د روان کال د می میاشتي په آخره اوونۍ کي د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه راپور کې لیکلي وو چې په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر چې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري په ۲۰۲۲ کال کې له ۴۸ سلنې څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۶۰ سلنې ته لوړ شوی دی.
اوسني وضعیت ته په کتلو دغه شمیر په چټکی سره د لوړیدو په حال کي دی.
د ځمکي لاندي اوبو د سطحي په ټیټیدو سره د کابل ښآر یو زیات شمیر خلکو د ژورو څاګانو کیندلو ته مخه کړي ددغو څاګانو کیندل د ځمکې لاندې اوبو د کمښت او د ځمکې لاندني قشر کي د خلا د رامنځته کیدو باعث ګرځي او دا پروسه په اوږد مهال کې په کابل او نورو لویو ښارونو کي د سختو زلزلو و واقع کیدلو خطرات زیاتوي. افغانستان شمالي، ختیځې سیمې او په ځانګړې توګه پلازمینه کابل د هېواد زلزله خیزي سیمې بلل کېږي.
د اقلیم بدلون افغانستان کي ډېر سخت او ویجاړونکې وچکالیو ته شرایط برابر کړی.
د اورښتونو کموالی له یوي خوا او د اوبو د منابعو ناسم مدیریت او ددغه منابعو د استعمال په برخه کي د خلکو غیر مسولانه چلند له بلي خوا د عامو افغانانو ژوند د سترو چلنجونو سره مخ کړی دی.