اتل سالار هاشمي
دا خبره له ډېره وخته په خواله رسنیو کې کېږي چې پښتانه طالبان دي، اوسنی حکومت د پښتنو دی او طالبانو د پښتنو نمایندګان دي.
که واقعیت ته وکتل شي په سړه سینه غور وشي، نو دا خبرې یوازې د احساساتو له مخې شوې دي، حقیقت نه لري.
که دوی دا خبره دغه ډول کړې وای چې لویه برخه طالبان پښتانه دي، بیا سهي وه، غوڅ اکثریت يې پښتانه دي، خو له دې سره سره د پښتنو نمایندګي نه شي کولای او نه پښتنو طالبانو ته خپله استازولي ور کړې ده.
د همدغو طالبانو له لاسه څومره پښتانه وژل شوي دي؟ د پښتنو په سیمو کې يې څومره بد امني جوړه کړې وه؟ د پښتني سیمې سړکان او عامه المنفعه ځایونه د همدې طالبانو له لاسه وران وو، مکاتب د همدوی له لاسه بند وو، د پښتنو د ترقي مخه دوی نیولې ده، په غربت او فقر کې د پاته کېدا سبب يې همدا طالبان دي.
پښتنو کله هم جرګه نه ده کړې چې خپله رایه يې طالبانو ته ور کړې وي، نو بیا طالبان چا، څنګه او څه وخت استازي کړل؟
د طالب په اړه سمه خبره دا ده چې دوی افراطي فکره دي او افراطیت سمت، قوم، ژبه، رنګ، هیواد او ولایت نه لري، له عربو تر عجمو افراطیان ټول سره لینک دي، له ختیځه تر لوېديځه په هر هیواد او هر ځای کې شته، نه تر یوه هیواده خاص دي، نه تر یوه قومه او نه په اسلام کې دننه تر یوه مذهبه. البته دومره ویل سهي دي چې له یوه قومه یا درست هیواد څخه نسبت نورو قومونو یا هیوادونو ته زیات وي، دغه خبره د طالبانو په اړه صدق کوي چې لویه برخه افراطیان يې پښتانه دي، اما په هيڅ صورت د پښتنو استازي نه دي او نه به شي.
افراطیت پر قوم او ټبر سره وېشل خپله د دې پديدې خطرناک بعد دی، په دې ډول هغه جهت چې د افراطیت مقابله کوي، کمزوری کېږي. لکه څنګه چې افراطیان تر خپل منځ ځانونه یو موټی ښيي، یا هم واقعي دغسې دي، باید هغه څوک چې د افراطي فکر مقابله کوي، هغوی هم یو موټی واوسي.
پر لوېديځ وختيځ، جنوب و شمال وېش د دغې مبارزې د کمزوري کېدا لومړی ګام دی. د افراطیت خلاف مبارزه اصلا د اشخاصو خلاف نه ده، بلکې دا د یوه فکر خلاف ده. دغه فکر چې هر څوک ولري، له افراطیت سره د مبارزې د ډګر سرښندونکي هڅه کوي چې د هغه فکري اصلاح وکړي.
د دغې مبارزې په ډګر کې هر څوک شته، خورا ډېر ديني عالمان هم د دې لارې لارویان دي، ژورنالیستان، لیکوالان او ډېر نور اهل فکر و نظر کسان پر همدې محور را ټول دي. دوی دا درک کړې ده چې څو موږ افراطي فکر په نطفه کې خنثا کړی نه وي، یوه هوسا ټولنه نه شو جوړولای، یو ښه جوړ او امن هیواد نه را پاتېږي، یو غوره نظام د افراطيت په شتون کې امکان نه لري. له دې امله لومړی باید د دغه فکر خلاف مبارزه وشي، څو خلک اصلاح شي، تر دې وروسته بیا د خپلو مټو په زور هر څه ممکن دي.
که څوک له افراطي فکر سره د مبارزې پر ځای هڅه کوي چې په دې نوم له یوه قوم، مذهب، سمت او ولایت سره مبارزه وکړي، نو په لوی لاس د دښمن تبر ته لاستی ور اچوي. دا بیا په همدې افراطیت کې یو بل بعد را پيدا کول دي چې اصلا د ټولو هغو کسانو لپاره خطرناک کېږي چې له افراطیت سره مبارزه کوي او له دغه ادرسه يې خوږ لیدلي وي، یا هم ورته سرخوږی وي.
افراطي که د مشرق که د مغرب دی، د نظام د چلېدا انداز يې یو دی(له شاعر څخه په ډېرې بخښنې)، دوی د یوه فکر لپاره مبارزه کوي، یو هدف يې دی. اسلامي نظام راوستل. دا چې اسلامي نظام څه دی؟ دا بیا دوی په خپل فکر تعبیروي، هر څوک چې يې په مشرق کې مخالفت کوي که په مغرب کې، هغوی په همدې یوه ټاپه نازوي چې د خدای نظام نه مني.
دوی خپلو خبرو ته د خدای د خبرو پوښ ور کوي، خپل فکر د اسلام په نامه تېروي، خپل عمل ته د اسلامي چارې جامه ګنډي، له دې څخه يې هدف دا دی چې خلک يې مخالفت ونه کړي، که څوک يې مخالفت وکړي، له هغه سره د مبارزې لپاره ښه پلمه او توجیه ورسره پاته شي او ساده خلک په همدې نوم د ځان ملګري کړي، څو يې ډله غټه شي او پر خپلو مخالفانو برلاسي شي.
نو که څوک دې سپېڅلې مبارزې ته ژمن وي، د افراطیت خلاف په مبارزه کې دې نور نومونه نه راباسي. دغه مبارزه نه یوازې دا چې له افراطیانو څخه هیواد او ملت ته نجات ور کوي، بلکې د خدای له مقدس دین څخه د ناسم، پر شخصي ګټو ولاړ، له زمان، مکان او چاپېریال سره د ناهماهنګه تفسیر مخه هم نیسي.
افراطیان په خپلو کړنو سره نه یوازې دا چې دین ته زیان رسوي، بلکې زموږ ټولنه او وطن هم ورسره ضرر ویني. دا فکر لکه ساري ناروغي، نورو هیوادونو او ټولنو ته زموږ له هیواده د خپرېدا وړ دی او في الحاله دا چاره جریان لري.
شمال خوا ته تاجکستان شکایت لري چې موږ ته د افغانستان له لورې خطر متوجې دی، جنوب او جنوب ختیځ لور ته پاکستان شکایت لري چې موږ ته له افغانستانه وسله وال راځي، دلته نا امني جوړوي.
په دې لار کې مبارزه نه یوازې زموږ د هیواد لپاره حیاتي ارزښت لري، بلکې د ټول بشر لپاره مهمه ده. افراطیت یوازې د هغه بشر دښمن نه دی چې په افغانستان کې دی، د طالبانو د همدې اوسني مشر بیان به مو اورېدلی وي چې لوی اختر کې يې کړی دی، هغه په قسم وايي چې که د نړۍ په هر کونج کې مسلمان ته تکلیف ورسېږي، نو دوی يې کومک ته تیار دي.
دا خبره په خپل ذات کې داسې ده چې که د نړۍ په هر کونج کې افراطيانو ته تکلیف وي، دوی افراطیان به يې مرسته کوي.
له مسلمان څخه دوی هغه مسلمان ښيي چې د دوی په اند مسلمان وي، نه هغه چې موږ يې مسلمان بولو یا په حقیقت کې مسلمان دی. افراطیانو ته یوازې هغه څوک مسلمانان ښکاره کېږي چې د دوی په شان فکر ولري او له دوی سره په یو نه یو ډول د همدغه فکر لپاره همکار وي.
د هبة الله اخوند زاده له دې خبرې څخه دا درک کولای شو چې افراطیت پولې نه پېژني، که وخت او توان پيدا کړي، هر ځای هغه خطر جوړلای شي او جوړ کړی يې هم دی لکه زموږ په هیواد کې چې بالفعله جوړ دی.
لطفا د دې ډګر پاکه مبارزه د قوم، سمت او مذهب په نومونو مه بدناموئ، دغه مبارزه د بشر، وطن او دین د ژغورنې مبارزه ده، هر څوک چې په دې ارزښتونو کې هر ارزښت ته وفادار وي، باید د افراطیت خلاف دغه سنګر کې د مبارزې لپاره وخت ور کړي. له افراطیته د خلاص یوه روڼ سباوون په تمه!
۲۰۲۳/۷/۱۲
سلامونه،
د لیکوال د نظر په تایید ،هغه د افغان سید جمال الدین مقوله ” په شرق کې مسلمان شته خو اسلامي کړنې مې ونه لیدلې؛ بالعکس په غرب کښې اسلام شته خو مسلمان نه شته!”؛که څه هم اوس ،زما په فکر د کډوالیو په نتیجه کې غرب کې هم مسلمانان ډیر سويدي.
پښتنو خو آن له ابتداء څخه نیم قرآن منلی او نیم ې د پخوانیو دودونو او عنعناتو قربان کړی!! چې یو ناوړه دود همدا (یا نه کوي یا د خره کوي!) د متل په بنیاد ، یا له بودهایی او هندویزم نه نیولې بیا د اسلام مقدس دین پیروان سويدي مګر ،ډیري په افراطي شکل ،
زما په فکر، اصل فساد د زبرځواکونو او ګوډاګیانو د ګټو ساتلو لپاره ۷۲ فرقې مسلماني جوړونې دي چې په ځانګړي ډول نړیوال یهودان او -+نصارای له داعش ماعش؛ ط. مالب ؛ الشباب مباب، بوکوهرام ، جیش …؛ او داسې نورو کار اخلي.مګر ولې پښتون ولوبیږي؟؟؟
که امیر المومنین دونه توریالی دی چې د ټولې نړۍ د مسلمانانو دفاع کوي :
۱-د بیت المقدس مینځ کې د لمونځ کوونکو چې د اسراییل له خوا حتی پر زنانه وو لاس پورته کیږي،یو غبرګون وښيي او د فلسطینیانو حقوق تر لاسه کړي!
۲-د پښتونخوا او بلوڅخوا د پښتنو حقونه له پنجابي او سندهي اسټبلشمڼټ نه اقلن یاد کړي؛ بر عکس د پښتون غورنې حرکت مخه نیسی.
۳-په سویډن او ډنمارک او …کې کریم قرآن ته هور اچول کیږي مګر دوی صرف غندنه کوي؛ که خمیني ژوندی وای لکه د رشتي سلماني به ې ورځ پرې شپه کړېوای!!
۴-د روهینګیا مسلمانان
۵-د هندوستان مسلمانانو مشکلات
…… ا.د.ن.
اصلي خبره دا ده څې (پښتنو کې یو څو افراطي،خیټور او …ور ط.ط. سته؛ مګر په طالبانیزم کې پښتونولي نشته!!) ؛نورو ملیتو کې هم.
سبحان ربک رب العزت عما یصفون .و سلامُُ علی المرسلین .والحمد لله رب العالمین.
الفاتحه.
سلام
وایی له ژرندې زه راغلم دمزد پوښتنه ته کوی.راځی لږ سم قضاوت وکړو سم ته سم ووایو او غلط ته غلط. موږ په احساساتی ډول په کلونو دپښتنو په نوم چیغې وهلې دی حو دکومو پښتنی ګټوروکارونو په پر بنا چې اکثریت پښتون ورڅخه برخمن شوی وی نه دی عملی شوی. پښتون خپل پښتون راچپه کړی او پردی پسې یې منډې وهلی دی [کرزی] لافې او باټې بیادقضیې بله برخه ده. راخو اسلام ته موږ به دیو ستر مثال په توګه دخلیل حقانی چې مطلق بیسواد دی خو سر پرست وزیر! دپښتنو او اسلام کوم ذهنی اوعینی معیار ونه اواوصاف به وڅیړو دهغه خو اوس هم ګردنی غاړه کې پرته وی لکه ورا باڼی وایی: مشک انست که خود ببوید نه انکه عطار ګوید تاسې ووایی چې دا ژنی له کوم یوه پښتو استازیتوب کوی او که له اسلام څخه؟ داخو دواړه پوښتننې لاندې راولی.
اخلاق او دسپلین،بینش او دانش په اسلام او پښتو کې یو مبرم رڼا،او په ډاګه اصل دی ، دپښتنو پښتونولی بیا له سولې ، یووالی، عزت ، کرامت ، مساوات او سمو اجتماعی او ملی عقایدو سره تړاو لری. مېړانه او توره یو برم ګڼی او تاریخ لری.پښتو سره دډاکتر ساپی په اصطلاح پوکستان اسلام آباد ادارې ناځوانی کړې ځکه انګریزان له پښتنو سره لکه زموږ ګلم جم له بخوا ستونزه لری.پښتنو سره یې دبن له کرغېړنې هوکړه لیک دمټکور په شمول ستر خیانت شوی چې دا لوی بحث دی اووخت په کار لری. پښتانه باید دې استخباراتی انډوخر ته دقیقه پاملرنه وکړی!!
زما د سکه مور سکه ورور ( ماما ) او یوه خاله ( چی رضاعی خور می هم ده ) په لندن کی اوسی. په ټولو ژوندی دوستانو کی ( د وړونو او خویندو وروسته) هغوی سخت را ته ګران دی. د لندن څخه کرکه لرم خو د هغوی په درناوی ځینی وخت ئی لیدو ته ورځم.
ماما می د طالب او پښتون او پښتو او پښتونولی سخت طرفدار دی ، جالبه دا ده چی د نزاکت له مخی سیاسی مجلس نه سره کوو او که مجلس هم سره لرو نو یو طرفه دی ( ما فقط غوږ ور ته نیولی وی البته خاله می خاموش تبسم غوره کړی وی ځکه هغه زما د افکارو په څرنګوالی دقیقاً خبره ده )..
نو
عرض می دا دی چی:
دا به ومنو چی د خپل قام او ټبر سره مینه بیولوژیکی او روحی او حتی طبیعی ریښه لری خو فطری ریښه نلری او دا مینه د دینی او حتی وطنی عقائدو د غلظت په تناسب د محدودیت سره مخامخ کیدای سی مانا دا چی د خپل تبار سره مینه خپل معیار او قوانین لری چی باید مراعات سی.
طالب به خود پښتون وی او احمد او محمود او د خاد مامورین به خود پښتانه وه او پښتانه وی خو باید عملاً ولیدل سی چی زما پښتون ورور مثلاً زما او احمد او محوود او بل پښتون ورور د دین او معنویاتو او ملی ارزښتونو او حتی انسانی ارزښتونو د ساتلو او پیاوړی کولو لپاره کوم ګامونه پورته کړی او پورته کوی؟
نتیجتاً
پښتون څه چی زما ورور وی خو چی زما مادی او معنوی نړی په سوک را ورانوی نو دا به زما د حماقت نخښه وی چی زه هغه ته د تسلیم یا اخلاص سر ټیټ کړم.
امّا
اصلی مطلب:
پښتون د کور او کلی بهر په هیڅ محکمه کی د جرم او تعقیب کیس نلری خو ( په خواشینی سره باید وویل سی چی د انګریز حرامی د ۲۰۰ کلن پټ او ښکاره تسلط او استیلاء له برکته! ) پښتون پخپل کور او کلی کی ډیر پیچلی او بدرنګه او ځوروونکی کیسونه او کیسی لری کومی چی د پښتون ټول موجودیت ئی د خطر سره مخامخ کړی دی.
زما مسکین د پورته ترخو څرګندونو د سموالی او صحت د تائید سند به په همدی پاڼه کی د نن ورځی خپره سوی مقاله ( لیکوال: پوهاند دوکتور خلیل الله اورمړ ) وی او بس.