جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهجنرال مُنیر: ترهګر د افغانستان له خاورې کار اخلي

جنرال مُنیر: ترهګر د افغانستان له خاورې کار اخلي

تاند (دوشنبه، د اسد ۱۶مه) د پاکستان د پوځ لوی درستیز نن یو وار بیا وویل چې د دغه هیواد په تروریستي حملو کې افغانان لاس لري او دا د دوحې د موافقې خلاف عمل دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، جنرال عاصم مُنیر نن (دوشنبه) وویل، پاکستان د افغانستان په خاوره کې د ممنوعه ډلو د پناهځایونو پر موجودیت او له هغه ځایه د عملیاتو د ازادۍ په لرلو اندېښمن دی.

د پاکستان د لوی درستیز اشاره د ټي ټي پي غړیو ته ده چې د دغه هیواد له ادعا سره سم په افغانستان کې پناهځایونه لري خو افغان طالبان وايي چې هیڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل هیواد پر ضد کار واخلي.

جنرال منیر دا خبره له دې سره سره وکړه چې پرون د افغانستان د طالبانو دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد پر افغان طالبانو او د هغو قوماندانانو ته په خطاب کې وویل چې له افغانستانه دباندې جهاد نه شته او که څوک پکې برخه اخلي په جهاد نه بلکې جګړه کې ګډون کوي.

د پاکستان لوی درستیز په عین حال کې خبرداری ورکړ چې په هیڅ قیمت به د تروریستي شبکو د ځپلو لپاره له هلوځلو لاس وانخلي او خپل هیوادوال به وساتي.

پاکستان په وروستیو کې په خپله خاوره کې د بریدونو له زیاتېدو وروسته پر افغانستان د تورونو لګولو ته زور ورکړی دی.

د افغانستان لور ته د پاکستان د انتقاد ګوته وروسته له دې په ځانګړي ډول ډیره واوښته چې د بلوچستان ایالت د ژوب په چاوڼۍ کې ۵ حمله کوونکو په یو لړ پراخو عملیاتو کې ۹ پوځیان ووژل او ورپسې په باجوړ کې انتحاري بریدګر د جمعیت علمای اسلام ګوند په غونډه کې ۶۴ تنه ووژل.

6 COMMENTS

  1. ولي مرتد موزي طالب خو پنځوسو یرغلګرو هیوادو ته ماته ورکړه. ولي د خپلې اورتې میړه ته هیڅ نه وائي ؟ ولي په زغرده موزي ملا خبیث ځواب نه ورکوي. لعنت ملا ټول عمر د بې غیرتي مړۍ خوړلې بې همته د شمشتو په کمپ کې لوئ سوې حرامي. 😡

  2. سم کار کوي الله دې نور هم توفیق ورکړي چې خپل پنځوس کلن بدل واخلي. دا پنځوس کاله ستا کثیفه خاوره او ستا پوځ زمونږ خلاف استعمال شو هیڅ خبره نوه تاسو هم د ټولو نړیوالو، اسلامي او ګاونډیتوب د قوانینو خلاف وئ نو اوس قوانین د کومه شو. هر هغه څوک چې پاکستان ورانوي نو معنی دا چې افغانستان جوړوي، ځکه تر څو چې پاکستان وي په افغانستان کې امن نشته.

  3. مُنیرجانه ـ په تیره نیمه پیړۍ کی مو چي څه کرلی هغه به ریبۍ؛عزیز ذو انتقام ذات مو بی بدلې نه پریږدی او د دی انتقام مخه نه جنرالان نیولی شی او نه کرایی ملایان او مدرسی ؛ هغه رذایل مو له ګاونډی سره وکړل چي روس نه وو کړی ؛ اوس ټول اُمت وایی ـ د نوح علیه السلام په ژبه
    رب لا تذر علی الارض من الکافرین؛ آی اس آی او کافر پنجابیان ، دیارا ، انک ان تذرهم یضلوا عبادک
    ولا یلدوا الا فاجراََ کفارا

  4. امریکا د پاکستان په نا امنیو کې د افغانانو لاس لرل رد کړل
    https://taand.net/?p=227131
    مجاهد: دوحې تړون مو امریکا سره کړی، پاکستان مو دوست هېواد دی
    https://taand.net/?p=227025
    امریکا: طالبان د دوحې تړون ته ژمن ساتوو
    https://taand.net/?p=226813
    پر افغانستان له هوایي بریدونو دفاع؛ پاکستان: زموږ او امریکا بریدونه مشروع دي
    https://taand.net/?p=226793
    سهیل شاهین: ډیورنډ فرضي کرښه ده، د پولې په توګه یې نه منو
    https://taand.net/?p=226889
    طالب وزیر: د امریکا د بې پيلوټه الوتکو ګزمو ته اندېښمن یوو
    https://taand.net/?p=227277
    بلینکن له قطري او پاکستاني سیالانو سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړي
    https://taand.net/?p=227347
    طالبانو له پاکستان پرته نورو ګاونډیانو سره د پولو مشخصولو اعلان وکړ
    https://taand.net/?p=227560
    د پاکستان حکومت او سیاسي مشران پخپل مینځ کې سره کینې او خپل ولس ته دقناعت ورکړي چې دا پوځ د خلکو غوښتنو مطابق مخکې روان دې ؟ د پنجاب پوځ چې ددې هیواد ټول واک یې په لاس کې ده پدې ۴۵ کالو کې یې د هغو ټولو ډلو تپلو (۷/۸ تنظیمی ډلو) ته د افغانستان په وړاندې ملاتړ کړي یعنې د ژنیف تړون چې د پاکستان، سره لاسلیک شوی ولی پاکستان ورپکې پاتې راغی.
    آیا هغه تړون نه وو بیا ولې لا تر اوسه د پاکستان پوځ او استخباراتو ۴۵ کلنو ظلمونو او افغان ولس د کړلو په اړه نړیواله جنګې محکمه نده جوړه شوی چې د پاکستان ۴۵ کلن، ۳۵ کلن او تیر۲۰ کلن جنګې جرایم وڅیړي ځکه ډاکټر نجیب په یوه بیانه کې وایی چې کله یوه امریکايي وژل کیږی دا حقوق بشر خلاف ګام ده ټول نړیوال او نړیواله محکمه او امنیت شورا ، بشرحقوق سازمان یې غنده کوی مګر پدې ۴۵ کالو کې دومره افغانان د پاکستان، برتانیه، امریکا فرانسه ایران روسیه عربستان د پیسو او نظامی توکو په وسیله ووژل شول چې اوس نړیواله محکمه څخه د سر او پای حد هیر ده او ګنګس دې چې لومړی د دې هیواد ولس باندې شوی کوم جنګې جرم څیړنه وکړو

  5. تنها په نوم پښتون پنجابیه تاسی دوه رنګه پنجابیانو د اصلی پنجابیانو څخه د افغانانو لپاره مضر تره یاستۍ ، خدای پاک د ددی کمونیستی بریتو سره تباه او برباد کړه !!!!

  6. خبره خو دا ده چی نه طالب د اِرادی او عمل استقلال لری او نه لاهور بلکه دا د غربی امپریالیزم یوه پروژه ده چی غواړی سیمه نا امنه او چین او روسئی او هند ته سرخوږی وزیږوی او د پاکستان او طالب تر منځ متقابل ادبیات فقط یو غولوونکی تئاتر دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب