دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهسهیل شاهین: ډیورنډ فرضي کرښه ده، د پولې په توګه یې نه...

سهیل شاهین: ډیورنډ فرضي کرښه ده، د پولې په توګه یې نه منو

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان ۲۲ مه)  په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین، چې طالبانو د ملګرو ملتونو په سازمان کې هم د خپل استازیتوب لپاره نوماند کړی، ډیورنډ یوه فرضي کرښه ګڼلې ده.

نوموړي په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانان دا کرښه له پاکستان سره د رسمي پولې په توګه نه مني.

د هغه څرګندونې د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي آصف علي دراني وروستۍ مرکې ته غبرګون ګڼل شوی.

آصف علي دراني ویلي، چې په کابل کې واکمن حکومت د ډیورنډ پولې له څېرمه سیمو څخه د پاکستاني طالبانو ویستل او نورو سیموته لېږدول پيل کړي.

طالبانو د نوموړي دا خبره هم رد کړې او ویلي، چې په دې سیمو کې پاکستاني طالبان نه وو او لېږدول شوي کسان د وزیرستان اړوند کډوال دي.

یو شمېر شنونکي بیا د طالبانو او پاکستان دا ډول د نظر اختلافات سیاسي لوبې بولي او وایي دواړه لوري په داسې ظاهري ناندریو له خپلو ژورو اړیکو د افغانانو پام اړوي.

4 COMMENTS

  1. GREAT SUHIL SHAHEEN SAHIB MANANAH
    IF YOU SAY SOME THING POSITIVE ABOUT AFGHANISTAN IN FRONT OF PAKISTAN/WE WILL
    MORE SUPPORT YOU.
    I HOPE IMARAT ISLAMIC FALLOW POSITIVE POLICY WITH PAKISTAN.
    DO NOT GIVE AFGHANS MINERALS TO PAKISTAN FOR FREE.
    AND MANAG AFGHANS WATER SPECIAL KUNER RIVER(SEEND).
    YOU ARE RESPONSIBLE BY AL LAH IN YAOM UL AKHERAT,
    THANK YOU

  2. دا اوس عبث خبرې دي.
    داسې بريښي چې د يوې څارګرې ادارې له لورې د تقاعد او يا منفکېدو وخت رانژدې شوی دی.
    شل کلنه جګړه درباندې د دې لپاره نه وه شوې چې د ډيورنډ کرښه د فرضي کرښې په نوم وپېژنې. ډېره به ګرانه وي چې له دې وروسته د ملګرو ملتونو هغه څوکۍ هم د هغه منحوسې ادارې له لورې چې تړون يې درباندې لاسليک کړ د تاييد وړ ورته وګرځې.
    اوس خو لا وختي دی په ډېرو نورو شيانو به هم پوه شۍ، خو هېڅ به نه شۍ کولی.

  3. دا هم هیبت خینزیر درته ویلی چی داسی یو بګواس ووایه چی د خکلو پام په بله شې مګر ملت تاسو غوندی په څلورو پښو نه ده په هر څه پوهیږی چی ستاسی هدف څه ده ښځی مو ټولی ای اس ای سره ګرو دې له خپل ځان نه هیڅ خبره نشۍ کولی

  4. د ډیورنډ کرښه یوه منحوسه کرښه ده ځکه:
    یوه پیړی ئی موږ د نحوست په منګولو کی ګیر ساتلی یو ( نه مو د هغی د رسمیت پیژندلو توان او جرئت درلودلی دی او نه مو عملاً د هغی د نفی او امحاء توان درلودلی دی ، لویو قدرتونو خصوصاً انګریز او شوروی زموږ شوده حُکام لسیزی لسیزی خوشی مصروف ساتلی وه) .
    د افغانستان د پرونی او نننی ناورین لامل فقط د ډیورینډ د منحوسی کرښی د رسمیت نه پیژندنی سناریو وه او ده.
    موږ پخپل هیواد کی اوسیدونکی یو د بل سره ژبنی او قومی ستونزی لرو نو د ډیورنډ د ها خوا استعمارځپلو پښتنو سره به کومه متقابله خواخوږی او اخلاص ولرو؟
    د ډیورنډ د کرښی په هکله زموږ پر ادعا باندی د ها خوا پښتنو همیشه خندلی او نن هم خاندی.
    تر ټولو د تریخ تعجب او حیرت خبره دا ده چی:
    زموږ روشنفکران ” ډیورِنډ ” یو خبیث کس ګڼی ( چی البته د پرون او نن او سبا انګریزان ټول خبیثان دی ) خو پر انګریزی لیبرالیزم باندی سخت مَیَن دی البته زموږ ځینی مُلایان خصوصاً اکثره حاکم مُلایان هم د انګریزانو سره ژوره پټه مینه لری ).
    امّا
    تر شلومبو سپینه خبره:
    د ډیورِنډ کرښه باید په رسمیت وپیژندلی سی او د سهیل شاهین په ګډون ټول پاکستانی پښتانه باید له افغانستان څخه وشړل سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب