جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهمتقي: پاکستان سره ښې اړيکې زموږ خورا جدي اړتيا ده

متقي: پاکستان سره ښې اړيکې زموږ خورا جدي اړتيا ده

تاند:( يکشنبه، د ميزان پينځه ويشتمه)‏ ‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د نورو طالب مشرانو په شان له پاکستان څخه افغانستان ته را ګرځيدلی ، دغه هېواد سره ښې اړيکې د افغانستان خورا جدي اړتيا يادوي.

نوموړي دا خبره ترکيې ته د روان سفر پر مهال د دغه هېواد له رسمي خبري اژانس اناتولي سره په تازه مرکه کې کړې ده.

متقي د اناتولي خبري اژانس د‌ دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا له پاکستان سره یې د سرحدي ستونزو د حل په اړه مذاکرات کړي کنه؟ دغې پوښتنې ته مستقيم ځواب نه دی ورکړی.

طالب خارجه وزیر د يادې پوښتنې په ځواب کې ويلي: غواړو پاکستان سره ښې اړيکې ولرو، په خاص ډول په اقتصادي برخه کې. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ غوړيدل ډېر مهم دي. په پاکستان کې زموږ ميليونونه کډوال ژوند کوي، په دې لحاظ ښې اړيکې د دواړو هېوادونو ترمنځ يوه خورا جدي اړتيا ده.

متقي په دې مرکه کې د امريکا لخوا د افغانستان د شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالرو کنګل شوې پانګې په نا کنګل کیدو ټینګار کړی او دا کار یې د افغانستان له ۴۰ میلیونه خلکو سره د یاد شوي هېواد ظلم ګڼلی.

طالب وزير دغه راز د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه ويلي، چې افغانستان کې يې جدي ګواښ نشته، دا ډله ثابت مرکزونه او نظامي قوت نه لري او د فعالیتونو په اړه یې بې ځايه تبلیغات ترسره کیږي.

امير خان متقي دا هم ويلي، چې په افغانستان کې د ترکيې او چين په ګډون ډېرو هېوادونو ته د اقتصادي اړيکو د زياتوالي بلنه ورکړل شوې او د روسیې او ټولو سیمه ییزو هېوادونو سره ښې اړيکې لري.

د تاجیکستان په اړه ښاغلي متقي ويلي، چې تر اوسه دوی کومه ستونزه نه ورسره لري او که ستونزې رامنځته هم شي، په دیپلوماتیکو لارو به حل کړل شي.

متقي دا هم ويلي، چې د تېر جمهوري نظام نیږدې نیم میلیون مامورين د دوی رژيم سره په کار بوخت دي، چې معاشونه به ورکړل شي.

هغه په مسکو ناسته کې د خپل ګډون خبر هم ورکړی او هيله مندي يې ښودلې، چې دوی به کابل کې له نړیوالو سره د ګډو ناستو کوربانه وي.

5 COMMENTS

  1. خامخا پنجاب ته دوۍ کله ويلای سي نه ځکه اورتې او اولادونه يې ورنه يرغمل نيولي. دوۍ کله دومره همت لري سي د هيواد په خاطر داسي قرباني ورکړي.

  2. “متقي په دې مرکه کې د امريکا لخوا د افغانستان د شاوخوا ۱۰ ميليارده ډالرو کنګل شوې پانګې په نا کنګل کیدو ټینګار کړی او دا کار یې د افغانستان له ۴۰ میلیونه خلکو سره د یاد شوي هېواد ظلم ګڼلی.”
    The back up currency reserve money is not part of any nation national budget but kept safe mostly as reserve currency, in this case as Afghani stabilizer and back up. Taliban spending such fund will devalue the Afghani currency very quickly and those almost $10 billion due to heavy import from Pakistan will be mostly theirs to keep in dollar currency

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب