دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهقزاقستان د ۵ زره ټنه اوړو د مرستې سند طالبانو ته وسپاره

قزاقستان د ۵ زره ټنه اوړو د مرستې سند طالبانو ته وسپاره

تاند:( يکشنبه، د ميزان پينځه ويشتمه)‏ ‏د طالبانو د چارو ادارې ويلي، چې د‌ قزاقستان ځانګړي استازي نن د ۵ زره ټنه اوړو د مرستې ژمنه کړې ده.

د‌ دې ادارې په ټویټر پاڼه کې لیکل شوي، چې دا سند د قزاقستان ځانګړي استازي يرجان قاضيخان نن د طالبانو د اسلامي امارت د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر ته په ارګ کې د لیدنې پر مهال سپارلی دی.

سرچينه د قزاقستاني استازي په حواله زياتوي، چې دوی په دې خاصو شرايطو کې افغانستان هېرولاې نه شي ‌

د طالبانو دغې خبري سرچینې د يادې مرستې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

افغانستان د طالبانو له واکمنیدو سره، سخت بشري او اقتصادي ناورين تجربه کوي.

ويل کيږي، چې تر پينځلس ميليونو پورې کسان د طالبانو له واکمنیدو وروسته بې کاره شوي او ۳ ميليونه ماشومان د سختې لوږې له کبله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

د‌ دې ترڅنګ د خوراکي او سون توکيو بيې خورا پورته شوي او په بازارونو کې يې کمښت رامنځته شوی دی.

پر وضعیت او راتلونکې د بې باورۍ له کبله ويل کيږي، چې د افغانستان واردات شاوخوا ۷۰ سلنه کم شوي او څوک پانګونې او سوداګرۍ ته زړه نه ښه کوي.

د افغانستان اقتصادي نظام، په خاص ډول بانکونه هم مخ په سقوط دي او زرګونه کسان هره ورځ او ان شپه د خپلو پيسو د ويستو لپاره د محدودو پرانيستو بانکونو شاوخوا ته کتار ولاړ دي.

2 COMMENTS

  1. … او دا هماغه کافر کمونیست قزاقیستان دی چې موجاید مومین په دیین مین پښتون وایي ما له شوروي آزاد کړی….
    ريښتیا څو زره کاله نور په کار دي چې پښتون انسان شي…

  2. کمونست قزاقستان د ۵۰۰۰ ټنو اوړو په بدل کی مجاهدستان پاکستان ۵۰۰۰ ټنه باروت او انفجاری مواد افغانستان ته را لیږلی! دا اسلام او دایې کفر!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب