چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+د شمسي نظام په اړه د ناسا تازه څېړنې

د شمسي نظام په اړه د ناسا تازه څېړنې

تاند (یکشنبه، د میزان ۲۵مه) د امریکا د فضايي تحقیقانو ادارې، ناسا د شنبې په ورځ د شمسي نظام د جوړېدو د څرنګوالي په باب د نویو معلوماتو د ترلاسه کولو په خاطر د اسماني ډبرو یا اجرامو څېړنه پیل کړه. دا ماموریت به ۱۲ کاله دوام وکړي.

ناسا وايي، د لوسي په نوم د ستوربیړۍ یې پرون (شنبه، د اکتوبر۱۶مه/ ولېږله چې د لومړي ځل لپاره هغه تیږې وڅېړي چې د جوپیټر ترویان اجرام نوم ورکړل شوی دی.

باور کېږي چې د جوپیتر ترویان اسماني ډبرو شمېر تر ۷ زره ډېرې وي او اصلاً د سترو سیارو لکه مشتري، رُحل، اورانوس او نیپتون د جوړېدو په مهال پاتې شوي اومه مواد دي.

د امریکا د فضايي تحقیقاتي ادارې یا ناسا پر اساس، لوسي به اته اسماني ډبرې وڅاري چې تر دې مخکې هیڅکله دومره اجرام نه دي څېړل شوي او دا به لومړنۍ په لمریزه انرژۍ چلېدونکې ستوربیړۍ وي.

لوسي په اصل کې په افریقا کې د موندل شوي لرغوني فوسیل نوم دی.

لوسي د امریکا د ختیځ په وخت د سهار په ۵ بجې او ۳۴ دقیقې په فلوریدا کې د کېپ کاناورال له فضايي تمځي د یونایټید الاینس اتلس وي راکټ په وسیله وتوغول شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب