چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهروسيه: کرزی او عبدالله مسکو ناستې ته نه غواړو

روسيه: کرزی او عبدالله مسکو ناستې ته نه غواړو

تاند:( يکشنبه، د ميزان پينځه ويشتمه)‏ ‏په کابل کې د روسیې سفارت ویلي، چې هېواد يې د افغانستان په اړه په مسکو کې جوړیدونکې غونډې ته د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د تېر جمهوري نظام د ملي روغې جوړې د شورا رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نه دي وربللي.

د سفارت د اعلامیې له مخې، په دې اړه خپاره شوي راپورونه بې اساسه دي.

سرچينې نه ده روښانه کړې، چې دغې غونډې ته له طالبانو پرته نور لوري بلل شوي کنه؟

مخکې ځينو رسنيو يادې غونډې ته د حامد کرزي او ډاکټر عبدالله د وربللو خبر ورکړی و.

خپله حامد کرزي او ډاکټر عبدالله تر اوسه د دې کنفرانس په اړه څه نه دي ويلي.

ټاکل شوې، چې د مسکو غونډه د روانې میلادي میاشتې په شلمه ترسره شي.

دې غونډې ته د ۱۰ سيمه ييزو هېوادونو استازي هم بلل شوي دي.

له دې ډلې تر اوسه، يوازې هندوستان په دې غونډه کې د خپل استازي ګډون تاييد کړی دی.

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي، چې هېواد یې تر دې دمه په مسکو غونډه کې د خپل استازي د ګډون يا نه ګډون په اړه پریکړه نه ده کړې.

روسيه په افغانستان کې د داعش ډلې پراختيا انديښمنه کړې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې د داعش ډلې تر ۲ زرو پورې جنګيالي د منځنۍ اسيا په پولو کې ځای پر ځای شوي او يادې سيمې ته د اوښتو پلان لري.

طالبانو بیا په دې اړه انديښنې رد کړي او ويلي، چې داعش کوم جدي ګواښ نه، بلکې يوه مزاحمتي ډله ده، چې دوی ځپلې او نوره به یې هم وځپي.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل بیا پرون خبرداری ورکړ، چې داعش جنګیالي به د طالبانو له لیکو خپل بيرغ پورته او د طالبانو خلاف خونړۍ جګړه وکړي.

ويل کيږي، چې طالبانو له همدې وېرې په وروستيو کې د خپلو لیکو پراخه تصفيه پيل کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب