تاند – د کرکټ د نړیوال شل اوره سیالیو په لومړي پړاو کې، چې اصلي پړاو ته د ۴ لوبډلو د وتلو لپاره د ۸ ټیمونو ترمنځ کېږي، د یکشنبې په ورځ عمان او پاپو نیوګینې، سکاټلنډ او بنګله دېش او آیرلنډ مخامخ شول.
په لومړۍ سیالي کې عمان په ۱۰ ویکټونو او ۳۸ توپونو پاپونیوګینې ته سخته ماتې ورکړه.
په دوهمه سیالي کې د ډېرو د توقع خلاف سکاټلنډ په ۶ توپونو بنګله دېش ته ماتې ورکړه.
د سکاټلنډ، بنګله دېش، هالنډ، آیرلنډ، سریلانکا، عمان، پاپو نیو ګینې او نامیبیا ټیمونو په دوو ګروپونو وېشل شوي چې د یوه ګروپ لومړۍ لوبډله به د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه له افغانستان سره مخامخ کېږي.