Homeخبرونهد ایران ولسمشر د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه

د ایران ولسمشر د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکه

تاند (دوشنبه، د میزان ۲۶مه) د ایران ولسمشر سید ابراهیم رييسي پرون / یکشنبه د کابینې په غونډه کې حسن کاظمي قُمي د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي په توګه معرفي کړ.

د ایران ولسمشر د کندهار په فاطمیه جومات کې د لسګونو لمونځ کوونکو مرګ ژوبلو ته په اشارې وویل چې د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ له اسلامي علماوو او نړیوالو اورګانونو د خپلو افغان وروڼو او خویندو مصیبتونو ته د پاملرنې غوښتنه کوي.

د ایران ولسمشر بې له دې چې د طالبانو یا د اسلامي امارت نوم واخلي، وویل چې د افغانستان له واکمنانو غواړي چې د ملت د امنیت په ټینګولو کې پر خپل مسوولیت د عمل کولو په ترڅ کې د امنیت په راوستلو کې له ولسي ظرفیتونو کار واخلي.

حسن کاظمي قُمي، چې د ایران د کابینې په غونډه کې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی اعلان شو، تر دې وړاندې په عراق کې د ایران د سفیر او همداراز د افغانستان په هرات کې د ایران د جنرال کونسل په توګه دندې ترسره کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...