چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهکرزی: پاکستان زموږ د استازيتوب حق نه لري

کرزی: پاکستان زموږ د استازيتوب حق نه لري

تاند:( دوشنبه، د ميزان شپږ ويشتمه)‏ ‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له واکمنیدو وروسته، پخپله يوه مرکه کې په لومړي ځل توندي خبرې کړي او پاکستان ته يې د افغانستان په اړه د نيوکې ګوته نيولې ده.

کرزي له امريکا غږ سره په تازه مرکه کې ويلي، چې پاکستان د افغانستان استازی نه دی او دغه هېواد نه بايد د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله او د افراطيت د هڅونې له لارې افغانستان سره خپلې اړيکې مخته يوسي.

حامد کرزي په دې مرکه کې له طالبانو هم غوښتي، چې د لويې جرګې يا ټاکنو له لارې د خپل حکومت اساسات رامنځته کړي.

حامد کرزي د خپلو څرګندونو په اړه نور توضیحات نه دې ورکړي.

د افغانستان په استازيتوب د پاکستاني چارواکو را څرګنديدل او د افغانستان په کورنيو چارو کې د دغه هېواد لاسوهنه، د طالبانو له واکمنیدو وروسته يوه عامه نیوکه ده، چې ډېر افغانان يې د بيان ازادۍ د نشتوالي باوجود په مختلفو بڼو مطرح کوي ‌

طالبانو دا ادعا رد کړې او ويلي، چې چا ته په خپلو کورنيو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

دوی د کرزي وروستيو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب