چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهمجاهد: د مخابراتي شبکو خدمتونه ارزانوو

مجاهد: د مخابراتي شبکو خدمتونه ارزانوو

تاند:( دوشنبه، د ميزان شپږ ويشتمه)‏ ‏د طالبانو د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د دوی يو پلاوی د مخابراتي شبکو د خدمتونو په اړه څېړنې پیل کړي، څو په بیو کې یې لازم کمښت راوستل شي.

د مجاهد په خبره، په دې برخه کې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) سره هم خبرې شوي دي.

هغه دا هم ويلي، چې پر مخابراتي خدمتونو ۱۰ سلنه مالیه به دوام ولري او د دوی امارت به يې تر لاسه او د ملي عوايدو برخه وګرځوي.

غ طالبانو وياند نه دي ويلي، چې ياد شوی پلاوی کله، د چا به مشرۍ او ګډون جوړ شوی او د کار پايلې به يې کله معلومی او عملي شي؟

مخابراتي شبکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

مخکې د مخابراتي خدمتونو د بیو د لوړوالي يو عمده دليل له دغو شبکو څخه د طالبانو باج ګيري، د شبکو پر امنيت ساتلو پراخ لګښتونه او ورته نور لاملونه ګڼل کېدل.

خلکو بيا بيا نيوکه لرله او لا هم لري، چې د مخابراتي شبکو د خدمتونو بيې لوړې او کیفیت يې ټيټ دی، چې بايد بدلون پکې راوستل شي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنیدو سره، بېوزلي او بشري ناورين اوج ته رسېدلی او خلک د درې وخته ډوډۍ له برابرولو عاجز دي.

ويل کيږي، چې تر ۳ ميليونه پورې افغان ماشومان دا اوس د سخت فقر له کبله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

1 COMMENT

  1. تاند وال د طالبانو سره د خپلې دښمنۍ څخه نه اوړي. داسې خبر به نه وي چې تاند وال طالبان په کې تخریب نکړي. پسرلی خو داسې نه وو. دوی به خدای وشرموي. دوی د لنډغرو سپي او د هغوی په خدمت کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب