چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+ایا د اوِستا نوې لاسته راغلې خطي نسخه جعلي ده؟

ایا د اوِستا نوې لاسته راغلې خطي نسخه جعلي ده؟

څېړنیار شریف الله دوست سرواني

د باختر آژانس د خبر له مخي؛ د ۱۳۹۶ ش کال د مېزان د میاشتي په ۲۲ نېټه د افغانستان ملي آرشیف ته د اوستايي ژبي یوه نفیسه خطي نسخه و سپارل سوه دا دی څلور کاله یې پوره سول چي یاده نسخه په ملي آرشیف کښي ساتل کیږي (ځیني وايي چي یاده نسخه یې ملي موزیم ته وړې ده.) نسخه د هوسۍ پر پوست د سروزرو په اوبو لیکل سوې او ټول اوولس مخونه لري. یاده نسخه تر دې څو ورځي مخ کښي د هغه وخت د مؤظفینو له خوا د تاریخي آثارو د قاچاق وړنکو له ګوتو په میدان وردګو ولایت کښي لاسته راغلې وه. څلور کاله مخ کښي مي پر خپل فیسبوک پاڼه https://www.facebook.com/sharifullah.dost  د یادي نسخې  ځیني عکسونه خپاره کړي وو، اونۍ مخ کښي فیسبوک را ته د یادي خطي نسخې (کتاب) عکسونه راغبرګ کړل ما هم له نورو سره شریک کړل په دې کښي ځینو کسانو  یاده نسخه جعلي وبلل. لومړی زه نه یم خبر چي دا نسخه ولي او د چا له لوري رسماً جعلي بلل سوې ده. خو ما ته وچکلک یاده نسخه جعلي بلل د تأمل وړ معلومه سوه، او په اړه یې لاندي مشاهدوي دلایل وړاندي کوم:

۱. یاده نسخه لا تر اوسه د اوستا پېژندونکو متخصصیونو له خوا په جزئیاتو نه ده څېړل سوې او شنل سوې او نه یې هم خط لوستل سوی دی، ځکه په افغانستان کښي موږ یو اوستا پوه (څېړنپوه دکتور خلیل الله اورمړ) لرو، د اورمړ صاحب دي عمر ډېر وي زما لارښود استاد دی؛ هغه ته هم یاده نسخه د څو شېبو له پاره په اختیار کښي وکړل سوې وه، خو د دقیق لوستلو له پاره یې مسؤلینو ور نه کړل. دومره مي په یاد دي چي په هغه وخت کښي پوهاند رسول باوري پخواني ولسمشر اشرف غني ته وړاندیز وکړ چي د دې نسخې د څېړلو له پاره دي اوستا پوه نیکلاس سیمز ویلیامز  Nicholas sims Williams راوغوښتل سي. معلومه نه سوه چي ښاغلی ویلیامز معذورت وغوښتی او که د تګ را تګ لګښت ته یې چا ځان ټینګ نه کړ.

۲. په ښکاره هم په نسخه کښي داسي نېټه نه سته چي سړی ووايي دا نسخه اوس لیکل سوې خو نېټه یې پخوانۍ پر وهلې وي د اوستا متن پوهانو نه ده کتلې؛ په دې سره هم یاده نسخه جعلي نه سي بلل کېدلای.

۳. کله چي مسلمانانو د چینایانو څخه پر کاغذ د خط لیکل زده کړل او په سمرقند کښي د کاغذ جوړولو فابریکه جوړه سوه، تر هغه مخ کښي مسلمانانو او حتی تر اسلام مخ کښي افغانانو د څارویو پر پوستکو، بلګونو ، د بوټو پر ټوټو، ډبرو، پخو ګلي ټوټو باندي لیکل کول. دا هم د خلکو ذوق و هم اړتیا؛ که موږ وایو چي ولي په نن عصر کښي اوستا د هوسۍ پر پوست لیکل سوې حتمي نه ده چي جعلي دي وي ممکن یو چا ذوقي او شوقي دا کار کړی وي او یا یې د کوم زرتښتي مذهبه په فرمایش هغه ته لیکلې وي او یا یې یاده نسخه د تجارت په موخه لیکلې وي، خو دا خبره لا معلومه نه ده. بیا هم جعل نه بلل کیږي، جعلي هغه وخت بلل کېده چي نسخه تازه ثابته سوې وای او نېټه یې پخوانۍ ښوول سوې وای او یا د ځانه زیاتوني او کموني په کښي سوي وای. او بل دا چي جعل ځانته شرایط لري چي وروسته به راسي.

۴. بیا هم دا نسخه پوهانو نه ده کتلې او څېړلې چي په څرګند ډول یې په لیکدود او رسم الخط کښي داسي ګرافیم تر سترګو سي چي هغه دي د اوستا مروج خط نه وي. په څوارلسم او پنځلسم مخونو کښي ساساني پهلوي ته ورته رسم الخط تر سترګو کیږي. خو همدا پهلوي ساساني رسم الخط دی چي اوستا هم په مختلفو وختونو کښي په لیکل سوې ده. مقدوني سکندر چي د غویو پر پوستوکو د اوستا کوم متن سوځولی معلومه نه ده چي هغه وخت اوستا په کوم رسم الخط لیکل سوې وه. که داسي انګېرل کیږي چي د لاسته راغلي خطي نسخې د تیلو او رنګو بوی ځي دا کار ممکن د نسخې د ظرافت او یا ځلولو له پاره په اوس کښي سوی وي، بیا هم په غوڅ ډول نه سو ویلای چي دا نسخه جعلي ده.

۵. یاده نسخه متخصصینو نه ده کتلې چي په متن او محتوا کښي یې مجعول څه تر سترګو  سي او یو څوک دي یې په چټکۍ پر اصالت شک وکړي. په ظاهره یې متن د اوستا وندیداد او یسنا برخو ته ورته دی. 

۶. یادي نسخې د جعل والي ځیني شرایط لا نه دي پوره کړي چي سړی یې جعلي وبولي. مثال جعل دې ته وايي چي جاعل داسي څه وړاندي کړي چي په واقعیت کښي اصل نه وي خو یو چا ته فریب په ورکړل سي او په اصل یې پر تېر کړي. جاعل کوښښ کوي چي په خپلو درواغو سره خپل سند رښتینی وښيي. همداسي جعلي نسخه داده چي یو کس داسي یو جعلي متن ولیکي چي نیت او هدف یې دوکه، فریب او نیرنګ وي په متن کښي یې لاسوهنه کړي وي چي د اصلي متن سره په منځپانګه کښي توپیر ولري.

 د خطي نسخې د جعل ځیني شرایط په دې ډول دي:

الف: الحاقي جعل؛ دا هغه جعل دی چي پر یوه سند یا متن د ځانه زیاتوالی وسي. په متن کښي ځیني برخي ورزیاتي سي. یاده نسخه پوهانو نه ده څېړلې چي د ځانه د زیاتوالي څرکونه ځیني معلوم سي، تر څو سړی پر نسخه د جعل ټاپه ووهي.

ب؛ عددي جعل: دا هغه ډول جعل دی چي د خطي نسخې د تاریخ په عدد او یا نورو شمېرو کښي جعل وسي. یعني تاریخ یې مخ او شاته سي او یا په ذکر سویو شمېرو کښي ډېرښت او کمښت راوړل سي. په دې نسخه کښي چي که څه هم د پوهانو له خوا نه ده څېړل سوې بیا هم ښکاره داسي یو څرګند تاریخ نه سته چي وښيي تاریخ یې جعل سوی دی.

ج: الصاق جعل؛ دا په خطي نسخو کښي د جعل هغه ډول دی چي یوه لیکنه یا متن په بشپړ ډول په بل مخ باندي واوړي یا هم ځیني برخي اضافه ورپوري و موښلي. د یادولو وړ ده چي استنساج، د متن کاپي کول او جعل سره توپیر لري. استنساج او د متن کاپي کول جعل نه بلل کیږي.

د: یو متن تراشل او پر ځای یې بل لیکل، د جعل بل ډول دی.

هـ: مهر، مضاء او نېټه جعلي لیکل هم د جعل د ډولونو څخه شمېرل کیږي.

بیا هم ویلای سو چي په ښکاره او سمدستي ډول د اوستا په لاسته راغلې نسخه کښي د جعل پورتنی یو ډول هم نه تطبیق کیږي. ځکه پوهانو  او متخصصینو یې له هر اړخه څېړنه او شننه نه ده کړې؛ نو په قاطع، غوڅ او وچ ډول دا دعوه نه سو کولای چي یاده نسخه جعلي ده. هو د کره ثبوت له پاره یې بیا هم تخصصي مراحلو ته اړتیا ده؛ دا به وخت او پوهان ثابتوي چي دا نسخه په قاطع ډول جعلي ده که اصلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی