چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهپاکستان د افغان محصلینو پر مخ تورخم لاره پرانیسته

پاکستان د افغان محصلینو پر مخ تورخم لاره پرانیسته

تاند:( دوشنبه، د ميزان شپږ ويشتمه)‏پاکستاني چارواکو نن ویلي، چې د تورخم لاره یې دغه هېواد ته د ورتلونکو افغان محصلینو پر مخ پرانیستې ده.

په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې نن به پر دغې لارې تر زرو پورې افغان محصلینو ته اجازه ورکړل شي، څو پاکستان ته د خپلو زده کړو د دوام په موخه سفر وکړي.

 سرچینې د دغو افغان محصلینو نومونه هم خپار کړي او ویلي، چې له دوی پرته به بل چا ته پر تورخم نن بل چا ته د تګ اجازه ورنه کړل شي.

د پاکستان د دروازو له تړل کیدو سره، په افغانستان کې زرګونه محصلین او دغه راز ناروغان له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

پاکستان د خپلو دروازو د تړلو دلیل نه دی واضح کړی، خو ظاهراً په افغانستان کې له وروستیو بدلونونو سره وېره لري، چې د کډوالو سېلاب به ور مات او وضعیت به یې ستونزو سره مخ کړي.

دغه هېواد په وروستیو کې بد اقتصادي وضعیت سره مخ دی او اندیښمن دی، چې که افغان کډوال هم ور زیات شي، لا ستونزو سره به لاس و ګرېوان وي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره، چې شاوخوا دوه مياشتې يې کيږي، اقتصادي او بشري ناورين اوج ته رسېدلی.

د دغه ناورين له کبله، په ميليونونه افغانان د هېواد پريښودو هڅې کوي، چې د دې هدف لپاره یې اکثره ناقانونه لارې هم ټاکي او مرګونو ګواښونو سره مخ کېږي.

3 COMMENTS

  1. لا هغسی د خامار په خوله کی پروت یم
    ټول خیالونه می کوه قاف د خاپیرو دی
    هره ساه می د بل چا په تالو اخلم
    هر ارمان می په سلګو په په را ختو دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب