سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد ایران د پوځ مشر له روسیې سره پر افغانستان غږیږي

د ایران د پوځ مشر له روسیې سره پر افغانستان غږیږي

تاند:( دوشنبه، د ميزان شپږ ويشتمه)‏ د ایران د پوځ لوی درستیز جنرال محمد باقري په یوه څلور ورځیني رسمي سفر د روسیې پلازمېنې مسکو ته تلی.

ویل شوي، چې د دغه سفر یو عمده هدف د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې دي.

معلومه نه ده، چې د ایران د پوځ مشر به د روسیې د کومې کچې چارواکو سره پر افغانستان بحثونه وکړي او ورسره وړي پيغامونه به یې څه وي؟

دا هم نه ده څرګنده، چې د ایران د پوځ مشر به په مسکو کې د افغانستان په تړاو ترسره کیدونکي کنفرانس کې هم ګډون ولري کنه؟

یاد شوی کنفرانس د راتلونکې چارشنبې په ورځ ترسره کیږي.

د روسي چارواکو په خبره، په دې کنفرانس کې د لسو سیمه ییزو هېوادونو استازي برخه اخلي.

په دې کنفرانس کې د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د دوی یو پلاوی هم برخه اخلي.

تمه کیږي، چې روسیه او د سیمې نور هېوادونه به د افغانستان د روانې کشالې د حل، له افغان خاورې څخه د ترهګرو ډلو د استفادې او راتلونکي په اړه خپلې اندیښنې له طالب چارواکو سره شریکې کړي.

تېره اونۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، چې تر دوه زرو پورې داعش جنګیالي د منځنۍ اسیا له پولو سره په افغانستان کې ځای پرځای شوي او دغو هېوادونو ته د اوښتو نیت لري.

پوتین خبرداری ورکړ، چې که اړتیا شوه دوی به د سیمې له هېوادونو سره په ګډه په افغانستان کې د داعش ډلې خلاف عملیات وکړي.

ایران هم په افغانستان کې د داعش ډلې د فعالیتونو او په خاص ډول د شیعه ګانو خلاف له زیاتو شویو بریدونو سخت اندیښمن دی.

د دغه هېواد د پوځ مشر تېره اونۍ د پاکستان پلازمېنې ته هم سفر کړی و، څو له چارواکو سره یې د افغانستان په اړه وغږیږي.

د روسیې، ایران او پاکستان ترڅنګ د سیمې ګڼو هېوادونو له طالبانو سره ښې اړیکې خوندي ساتلي، خو یوه هم لا د دوی واکمني په رسمیت نه دی پېژندلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب