دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار وروستیو زیانمنو ته د طالبانو پر نه پاملرنې نیوکې

د ننګرهار وروستیو زیانمنو ته د طالبانو پر نه پاملرنې نیوکې

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۷ مه) د ننګرهار یو شمېر اوسیدونکي په دغه ولایت کې د طبیعي پېښو وروستیو زیانمنو ته د طالب رژیم له نه پاملرنې شکایت لري.

یو شمېر دغو اوسیدونکو د نومونو نه خپرولو په شرط تاند ته ویلي، چې د ورښتونو، سېلابونو او توپانونو زیانمن شوي کسان د ځایي خلکو په مرسته له خاورو ایستل شوي او بد وضعیت کې دي.

دوی د ټپیانو او مړو کورنیو ته هم د طالب چارواکو پر نه پاملرنې نیوکې کړي او ویلي، چې طالب چارواکو ان له زیانمنو سره د مرستو ټولولو لپاره ځوانانو ته د خېمو لګولو اجازه نه ده ورکړې.

د طالبانو د ولایتي ادارې په یوه اعلامیه کې بیا ویل شوي، چې ځایي چارواکو د وروستیو طبیعي زیانمنو سره د لاسنیوي هڅې کړي.

د ننګرهار په یو شمېر سیمو او ځانګړي ډول سره رود کې د اوړمې ورځې د سختو ورښتونو او توپان له امله د لږ ترلږه ۴۰ تنو د مړینې او شاوخوا ۳ سوو نورو د ټپي کیدو خبر طالبانو ورکړی، خو ځایي خلک د مړو او ټپیانو شمېر تر دې هم په مراتبو لوړ ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب