پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد تېرو ۳ میاشتو تشدد؛ پاکستان کې څه باندې ۵ سوو تنو...

د تېرو ۳ میاشتو تشدد؛ پاکستان کې څه باندې ۵ سوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۲۷ مه) یوې څيړنيزې ادارې پخپل وروستي راپور کې ويلي په پاکستان کې د اپرېل، مې او جون مياشتو کې ۲۴۰ بريدونه شوې چې پکې ۳۸۰ کسان وژل شوي او ۲۲۰ نور ژوبل شوي دي.

د جولاي په مياشت کې هم په پښتونخوا او بلوچستان کې ګڼ شمېر بريدونه رپورټ شوي دي۔

د سي ار اېس اېس ادارې په راپور کې ويل شوي په ۲۴۰ بريدونو کې ۸۷ فېصده په پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي۔

راپور وایي په دې بريدونو کې د دوه ډي ايس پي افسرانو په ګډون ۳۱ پولیس عسکر او د يو کېپټن په ګډون ۶۵ پوځيان وژل شوي دي۔

د راپور تر مخه په دې موده کې په بلوچستان او پښتونخوا کې زياتره وژنې د لټون د عملياتو په مهال، هدفي بریدونو او بمي چاودنو کې شوي دي۔

په دې بریدونو کې د زياترو مسوولیت تحريک طالبان پاکستان منلي دي۔

ټي ټي پي ويلي د روان کال اولنو شپږو مياشتو کې يې نزدې ۵۰۰ بريدونه کړي دي، په دې کې زياتره بریدونه په پښتونخوا کې شوي دي۔

پاکستان د دوی خلاف د بریدونو تر شا له افغان خاورې د کار اخیستو تورونه لګوي، خو افغان څېړونکي او پر افغانستان واکمن طالب رژیم یې تورونه بې اساسه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب