Homeخبرونهد بې اسناده یا یو کیلي موټرو د ثبت او محصول د...

د بې اسناده یا یو کیلي موټرو د ثبت او محصول د لړۍ پيل

تاند (جهارشنبه، د سرطان ۲۷ مه) د مالیې وزارت لپاره د طالبانو چارواکو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د د هېواد په ګمرکونو کې د افغانستان لاس بې اسناده (یو کیلي) موټرونو د ثبت او محصول پروسه پیل شوه.

دې وزارت زیاته کړې؛ یاده پروسه چې د ۱۴۰۳ ه.ش کال تر وروستیو تمدید شوې، اوسمهال د کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندوز، خوست او پکتیا په ګمرکونو کې په عملي ډول پیل او روانه ده.

د یاد وزارت په وینا؛ د یادو وسایطو د پړاوونو په ترسره کولو کې د چټکتیا په موخه واحد کاري مرکزونه جوړ شوي، چې ټول پړاوونه یې تر یوه چتر لاندې ترسره کېږي.

د مالیې وزارت په دې خبرپاڼه کې ویلي؛ د افغانستان لاس یو کیلي موټرونو د ثبت او محصول په کړنلاره کې د خلکو اقتصادي حالات په پام کې نیول شوي او داسې لارې چارې سنجول شوي، چې مالکین یې وکولی شي خپل موټرونه په اسانۍ محصول کړي.

په خبر پاڼه کې د مالیې وزارت د ګمرګونو لوی ریاست د افغانستان لاس بې اسناده موټرونو له مالکینو څخه غوښتنه کړې، چې له دې زمینې څخه دې ګټه واخلي او خپلو موټرونو ته دې قانوني سندونه جوړ کړي.

د طالبانو دا پرېکړه یو شمېر خلکو ستایلې او د بې اسناده موټرو د قانوني کېدو او جرمونو د مخنیوي لپاره یې ګټوره ګڼلې، خو یو شمېر نورو بیا ویلي چې په دې کار سره طالبان د بې اسناده موټرو زیاتوالي او قانوني کېدو ته لاره برابروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...