د ژوند له پیل سره یو ځای د انسانانو تر منځ د خپلو هیلو د بشپړولو او یا له ظلم او زور څخه د خلاصون په موخه د حرکتونو بېلابېلو بڼو ته يې د مبارزې نوم ورکړی دی. چا د تورې او وسلې په زور مبارزې ته مخه کوله، چا د وینا او معنوي هڅو له لارې.
ظالمو واکمنانو به د خپلو ناروا هیلو د بشپړولو لپاره مبارزې کولې او خپلې مبارزې ته به يې د خدمت کولو نوم ورکاوه. د دغو واکمنانو پر ضد او د دوی له ظلم څخه د خلاصون په موخه به مظلومو هم مبارزې ته ملا تړله.
د مبارزې ډولونه مختلف وو، کله نا کله به مظلومانو کوتک، تورې، ټوپک، توپ او ټانک ته لاس کاوه او خپل حق به يې په زور تر لاسه کاوه. خو په ځينو حالاتو کې به په ښکاره ډول مبارزین له زندان، وهلو، ټکولو او وژلو سره مخ کېدل، دوی به اړ وو، چې په پټه یا سري توګه مبارزې وکړي.
دوی به د اوازو او ګنګوسو په خپرولو سره د ظالم واکدار ظلم رسوا کاوه او خلک به يې د هغه پر ضد مبارزې ته رابلل.
د قلم خاوندانو به د شپې پاڼو د خپرولو له لارې خپلې مبارزې پر مخ وړلې او له دې لاری به يې د واکدار ظلمونه رسوا کول.
یا به يې د الوتونکو او ژويو په ژبه خبرې کولې، په ځنګله کې به يې د غښتلو ځناورو له خوا پر کمزورو د ظلمونو کیسې کولې او دا ډول کیسې به د ځناورو په خپله ژبه وې. په دې هکله د زمري، ګيدړې، طوطي او ښارو په ژبه خبرې ډېرې مشهورې دي.
د ناروغ زمري، کمزورې ګیدړې او بېعقل خره کیسه ډېره مشهوره ده. زمري ته د خره ماغزه درمل وو او دا درمل يې له ګیدړې څخه غوښتل، که نه نو ګيدړه به له وژلو سره مخ کېدله.
په پای کې ګیدړې د خره ماغزه په خپله وخوړل او زمري ته يې وويل، که چېرې خره ماغزه درلودلای زما په مکارۍ به نه غولېده.
په لیکنۍ بڼه د مبارزې بله ډېره مډرنه طریقه د طنز ليکل دي. دلته مبارز او يا ليکوال خپله خپره د طنز په ژبه په پرده کې تر خلکو رسوي. خو دلته لوی مشکل دا دی چې د کمې پوهې او کم سواد خلک په دې ژبه او د مبارزې په دې طریقه نه پوهېږي. دوی کله- کله مستقیمه اشاره او وضاحت غواړي.
کله چې مخاطبین د طنز په باریکۍ پوه نه شي، پیغام وانخلي، بیا نو د خپل سواد او پوهې په اندازه په سپکو او سپورو ویلو لاس پورې کوي.
دلته د مبارز ګناه نه ده، ځکه خو، یا هغه دغه خبره بربنډه نه شي کولای او يا غواړي له دې لارې په ټولنه کې د طنز ژبه رواج کړي او له دې لارې خپلې ژبې ته خدمت وکړي. کله- کله یو پیغام داسې وي، چې خلک یې باید د ژور سوچ په مرسته درک کړي، خو خبره دلته خرابه ده چې تر لوستلو وروسته ځينې د کمې پوهې او که سواد کسانو سر پرې نه خلاصېږي. هغوی د دې پر ځای چې یا غلي پاتې شي او يا په دې هکله د طنز په ژبه توضیحات وغواړي، دوی سپکو سپورو ته ملا تړي او د انساني کرامت لیرې لیکنې کوي.
هېڅوک د سپکو او سپورو حق نه لري. دا ګناه يې خپله ده چې کافي سواد او پوهه نه لري. یوه موضوع نه شي درک کولای او په یوه یا بل نامه د طنز لیکوال ته بد رد وايي. ليکوال یا مبارز نه شي کولای چې خپله پوهه د ناپوه تر سطحې را ټیټه کړي. د ليکوال موخه هغو کسانو ته د غږ رسول دي چې د ده په خبره پوهېږي.
په دې وروستیو کې ښاغلي قدرمن استاد منلي صاحب د طنز په ژبه يوه ليکنه کړې وه، ډېر خوږ سبک او خوږه ژبه يې په کې کارولې وه، خو ځينو بيا ځان ته حق ورکړی و، چې سپکې او سپورې ووايي.
کله نا کله زه هم له دې مشکل سره مخ کېږم، خو استاده قلم دې تاند او ګوتې دې هڅاندې اوسه. دوام ورکړه او په خپله ژبه کې مینه والو ته د طنز ژبه ور زده کړه.
مننه استاده، تاسو دې تل تاند او هڅاند اوسئ.