پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهحمدالله محب له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته لاړ

حمدالله محب له روسي چارواکو سره د خبرو لپاره مسکو ته لاړ

تاند (پنجشنبه د سرطان ۱۰) د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له روسي چارواکو سره د لیدنې په موخه مسکو ته لاړ.

د ملي امنیت شورا د مطبوعاتو دفتر نن پنجشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی محب نن سهار مسکو ته لاړ او هلته به له لوړ رتبه روسي چارواکو سره په یو شمېر مسایلو خبرې اترې ولري.

مسکو ته د حمدالله محب د سفر په هکله تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د ملي امنیت شورا چې په دې سفر کې به د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او امنیتي مسایلو په هکله بحثونه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...