جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهامریکا: د تاوتریخوالي د پیښو زیاتېدو مسؤل تر ډیره حده طالبان دي

امریکا: د تاوتریخوالي د پیښو زیاتېدو مسؤل تر ډیره حده طالبان دي

تاند (پنجشنبه د سرطان ۱۰) په کابل کې د امریکا سفارت په عام ولس او ټولګټو تاسیساتو د طالبانو د بریدونو د بندیدو غوښتنه کړې او په افغانستان کې یې د روان تاوتریخوالي د زیاتېدو مسؤلیت تر ډېره حده د طالبانو په غاړه ور اچولی دی.

د سفارت په اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند نیډ پرایس له قوله راغلي چې نړۍ به په افغانستان کې “په زور تپل شوی” حکومت ونه مني.

په اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې یوازې د هغه حکومت مشروعیت او همکاري امکان لري چې بشري حقونو ته درناوی او اعتبار ولري او د افغانانو په منځ کې مشروعیت ولري.

امریکا په افغانستان کې روانو ناامنیو ته په اشارې، په طالبانو غږ کړی چې تاوتریخوالی پای ته ورسوي او د سولې د خبرو میز ته حاضر شي.

د امریکايي چارواکو په وینا، ټول افغانان د ژوند کولو حق لري او د وېرې او ډار پرته باید ښوونځي، بازارونو او خپلو کارونو ته لاړ شي.

په اعلامیه کې همدارنګه په بیړنۍ توګه د تاوتریخوالي د کمېدو او په دوحه کې د جدي مذاکراتو د پیل غوښتنه شوې ده.

ورته مهال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان سکاټ میلر هم روان امنیتي وضعیت او د ولسوالیو سقوط چې ځينې یې ستراتېژیک ارزښت لري، د اندېښنې وړ بللی دی.

جنرال میلر ویلي چې د قاطع ملاتړ ماموریت دا وړتیا لري چې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي او ټینګار یې کړی چې له نظامي لارې واک ته رسېدل د هېچا په ګټه نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب