یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهتاجکستان له افغان سولې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ

تاجکستان له افغان سولې سره د همکارۍ ډاډ ورکړ

تاند (پنجشنبه د سرطان ۱۰) تاجکستان یو ځل بیا د افغان سولې برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې جرګې رئیس میر رحمان رحماني پرون چهارشنبه د ټولییز امنیت بین الپارلماني ناسته کې د ګډون په موخه تاجکستان ته تللی او د دې ناستې په څنډه کې یې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان او د پارلمان له رئیس سره وکتل او په دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې یې په روان وضعیت خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې په دې لیدنه کې د تاجکستان ولسمشر وویل چې دوی په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د راتګ غوښتونکي دي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

سرچینه زیاتوي په دې لیدنه کې همدارنګه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو او ترهګرۍ ګواښونو پر وړاندې د مبارزې په هکله هم خبرې اترې وشوې.

تاجکستان ډاډ ورکړی چې په بېلا بېلو برخو کې به د افغانستان د پرمختګ لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب