بیرغ، نښان ته ویل کیږي. یو داسې نښان چې د یوې ځانګړې جغرافیې اوسېدونکو ته پېژاند(هویت) ورکړي.
بیرغ دا په ګوته کوي چې موږ په یو سازمان یا ځانګړې ټولنې پورې تړلي یو. داسې ټولنه چې مشترک کلتور، باورونه، ارمانونه او قوانین لري.
د بیرغ د منځته راتګ فلسفه:
د بیرغونو تاریخ زرګونه کاله پخوانیو زمانو ته ورګرځي.
په لومړنیو تمدنونو کې به ډېرو لږ خلکو جنګي وسایل(توره، ډال، نېزه او….) لرل. د دې لپاره چې د یوې ډلې وسله له بلې ډلې بیله شي، نو مختلفو ټوکرونو کې به یې پېچله. د وخت په تېردلو سره همدا ټوکرونه په بیرغونه بدل شول او د لومړي ځل لپاره، بیرغونه په جګړو کې وکارېدل( د دې لپاره چې جنګېدونکې ډلې سره بیلې کړي).
د بیرغونو اهمیت هلته زیات شو، چې هېوادونه ته سرحدونه وټاکل شول. دا چې د هر هېواد وګړي، ځانګړی کلتور، تاریخ، ژبه او باورونه لري نو یادو مواردو ته په کتلو، یو داسې نښان ته اړتیا وه چې د یادې جغرافیې د اوسېدونکو دغه مشترکات په ښه بڼه منعکس کړي او بیرغ دا کار؛ تر بلې هرې وسېلې ښۀ کولای شو.
د افغانستان ملي بیرغ:
افغانستان، د اسیا په زړۀ کې پروت هغه هېواد دی چې زرګونه کاله تاریخ لري. د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر، افغانستان هم مختلف نومونه او بیرغونه درلودل.
د افغانستان اوسنی بیرغ(تور-سور-زرغون) د غازي امان الله خان د حکومت پر مهال په ۱۳۰۷ لمریز کال د پغمان په لویه جرګه کې د غازي امان الله خان له لوري پېشنهاد او د مخکیني(تور بیرغ) پر ځای؛ رسماً تصویب شو.
امان الله خان نوی بیرغ دا ډؤل تعریف کړ؛
تور رنګ، یعنې د استعمار توره دوره، سور رنګ یعنې د افغانانو قربانۍ/مبارزه د استقلال د اخېستلو لپاره او زرغون رنګ، د ازادۍ او سمسورتیا په مانا دی.
له امان الله خان وروسته بیا تر نن ورځې؛ که څه هم څو ځله دا بیرغ د واکمنو حکومتونو له لوري بدل شوی خو تر ډېره همدا تور، سور، زرغون بیرغ د معاصر افغانستان بیرغ پاتې شوی.
په وروستي ځل د ۲۰۰۱ م کال په لویه جرګې کې همدا اماني بیرغ(په لږ تغیر سره) د افغانستان ملي بیرغ وټاکل شو او تر نن ورځې، یې بیا؛ تغیر نه دی کړی.
د افغانستان د اساسي قانون د نولسمې مادې پر اساس؛ د افغانستان بیرغ له درې رنګونو جوړ دی(تور، سور او زرغون). د بیرغ په منځ کې د افغانستان ملي نښان دی. ملي نښان له منبر، کلیمه طیبه، الله اکبر، د غنمو وږي، د افغانستان نوم او د هېواد د ازادۍ له کال(۱۲۹۸) څخه جوړ دی.
بیرغ او ملت جوړونه:
هر هېواد کې مختلف قومونه اوسي. دا قومونه مختلف باورونه، کلتور او ارزښتونه لري. د دې لپاره چې د دې ټولو قومونو تر منځ شریک هویت رامنځته شي نو یو داسې بیرغ ته اړتیا ليدل کیږي چې د ټولو قومونو د تاریخ او ارزښتونو ښکارندوی وي.
د افغانستان اوسنی بیرغ، همدا ډؤل بیرغ دی. د افغانستان په ملي بیرغ کې ټول رنګونه او نښانونه؛ په ټولو قومونو/ملیتونو پورې تړلي دي.
افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور او ملي بیرغ د ټولو افغانانو، ملي هویت دی.
د بیرغ بحث یو تود او خوږ او پراخ بحث دی.
بیرغ د ملی هویت او همدارنګه فکری او عقیدتی او تجارتی او ورزشی او فرهنګی او……. څرنګوالی یوه ځانګړی او تعریف سوی نخښه یا سمبول دی.د بشری تاریخ په لمنه کی د بیرغ یا بیرغونو د دفاع یا حذف په موخه ډیر سرونه پری سوی او کوز سوی او جګ سوی دی.
امّا زموږ د ملی بیرغ په هکله:
ملی بیرغ قاعدتاً د یو هیواد د تأسیس یا بشپړی خپلواکی د لاسته راوړلو وروسته د یوی وولسی مؤظفی کمیټی لخوا ابداع او په حکومتی دستګاه کی تصویب او قانونی بڼه اخلی.
خو
موږ لکه څنګه چی د ځان په قدر نه یو پوهیدلی د تاریخ په بهیر کی د بیرغ په قدر هم نه یو پوهیدلی.
امانی حاکمیت بیرغ جوړ او ابداع او تصویب کړ خو لس کاله وروسته د بل حاکمیت په سیوری کی د بدلون سره مخامخ سو. د نړی په هیڅ هیواد کی بیرغ دومره نه دی ستړی او ستومان او سرګردان لکه زموږ په هیواد کی.
د څو لسیزو په اوږدو کی د سرونو او وینو او عزتونو د تجارت تر څنګ د بیرغ سره هم د سلیقه ای تجارت چلند سوی دی. د حاکمیت د بدلون سره سم، حاکم د خپلی فکری سلیقی پر بنسټ د خپل اکا یا اخښی یا خُسر سدرۍ د بیرغ پتوګه په وولس منلی او تحمیل کړی ده.
په زړه پوری به داوی چی د امانی دوری او نن ورځی بیرغ د بشری ټولنی یوازنی بیرغ دی چی زموږ د ټولنی د حالاتو سره بشپړ مطابقت لری معنی موږ ددې یوی پیړی په اوږدو کی له فکری نظره یا تور وو یا سرَه وو یا زرغونه وو البته پدی رنګونو رنګیده زموږ خپل انتخاب نه ؤ او نه دی بلکه را باندی تپل سوی او تحمیل سوی رنګونه دی او ددی تحمیل لوی سند او شاهد دا دی چی زموږ زرغون او سور او تور حالت یو غیر طبیعی او تصنعی حالت ؤ او حالت دی.
بله خبره دا چی زموږ ملی بیرغ د مصلحتونو ( په غالب ګومان د وولس د غوولو) له مخی په ” تکبیر ” او ” کلمۀ طیّبه ”
مزین دی چی دا کار نه یوازی د بیرغ د تقدس! د کچی د لوړ ساتلو سره مرسته نکوی بلکه د تکبیر او کلمی د سپکاوی سبب دی. اصلاً ملی بیرغ کوم خاص تقدس نلری ( البته عَلَم ځانګړی شرافت لری) او فقط یو وطنی سمبول دی او تقدس ئی دا دی چی باید د وطن او وولس ټولو مادی او معنوی ارزښتونو ته ژور درناوی وسی او بس.
زموږ د ملی بیرغ شاکِله او بڼه که څه هم یوه ښکلې او شاعرانه بڼه ده خو ډیره به ښه وای که د اوسنی نښان ( کلمه او محراب او…. ) پر ځای څلور غُوټه سوی د لاسونو مُټان د څلورو لویو قومونو د یووالی او وروولی په دود او نیت ترسیم او منقوش وای. د کلمی او تکبیر تقدیس او درناوی یوازی د بیرغ تر سیوری لاندی تحقق نه مومی بلکه عملاً باید هر افغان ایماناً او وجداناً د بل افغان موجودیت او شتون ته د زړه له کومی درناوی ولری چی دا به پخپله د تکبیر او کلمی د تقدس د منلو په معنی وی.
د بیرغ په هکله یوه بله خبره می هم په ذهن کی وه چی ناببره می له یاده ووته.