Homeداسې هم شتههندي پوليسو د ماسک نه تړلو په تور وزه نيولې

هندي پوليسو د ماسک نه تړلو په تور وزه نيولې

تاند ( سه شنبه، د اسد ۷) د هند د اترپردېش ايالت په کانپور ښارکې پوليسو د کورونا ويروس د مخنيوي په خاطر د حکومت د احتياطي لارښوونو څخه د سرغړونې په تور يوه وزه يا بیزه نيولې ده.

یو شمیر نړیوالې رسنۍ وایي،چې هندي پولیس د احتیاطي لارښوونو د عملي کولو په خاطر ښار ته وتلي وو،چې پر سړک یې یوه وزه یا بیزه له ماسک پرته ولیدله او وې نیوله.

سرچینې وایي کله چې د وزې څښتن خبر شو، نو هغه په منډه د پوليسو حوزې ته لاړ او د وزې د پرېښودو لپاره يې پوليسو ته زارۍ وکړې.

د راپورونو له مخې پوليسو په دې شرط، چې له دې وروسته به يې له ماسک تړلو پرته بهر نه پرېږدي، وزه خپل څښتن ته سپارلې ده.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، کله چې دا خبر په ټولنيزو رسنيو کې خپور شو، نو خلکو د کانپور په پوليسو سختې نيوکې وکړې.

د پوليسو د ځايي حوزې مشر سېف الدين له اى اې اېن اېس رسنۍ سره په خبرو کې ويلي ، چې اوس خو خلک د کورونا د مخنيوي لپاره خپلو سپيانو ته هم ماسکونه اچوي، نو وزو ته بيا ولې ماسک نه اچوي؟

هند د نړۍ له هغو هیوادونو شمیرل کیږي، چې دکورونا ويروس څخه ډېر اغېزمن شوى دى.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...