Homeخبرونهبغداد کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښته کې ۳۱ کسانو ته...

بغداد کې د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښته کې ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند ( سه شنبه، د اسد ۷) د عراق پلازمینه بغداد کې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ اخ  ډب شوی، چې له امله یې ۳۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې اوس هم په بغداد کې سخت لاریونونه روان دي.

سرچینې وايي د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ په دې نښته کې یوکس وژل شوی او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.

بل لورته د عراق حکومت بیا ویلي، چې دوی به د لاریون کوونکو د وژل کېدو قضیې په دقیقه توګه څېړي او پر امنیتي چارواکو یې غږ کړی، چې د خلکو خوندیتوب ته پام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...