شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد د ناروې له چارواکو سره پرافغان سوله غږېدلی

خلیلزاد د ناروې له چارواکو سره پرافغان سوله غږېدلی

تاند ( سه شنبه، د اسد ۷) افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په خپل نوي پيل شوي سفرکې ناروې ته تللی دی.

زلمي خلیلزاد په ناروې کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

په دې ناسته کې خلیلزاد له ناروې غوښتي، چې په ناټو سازمان کې د افغان سولې له پروسې د ملاتړ لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

سرچینې وایي، چې دواړو دغه راز پر هغو مسایلو هم خبرې کړې دي، چې کولی شي پر افغان سوله اغېز ولري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې خلیلزاد به د ناټو له نورو غړو سره هم ګوري او له دوی سره به پر افغان سوله خپل نظریات او لاس ته راوړنې شریکوي.

د یادولوده، چې تیره یکشنبه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو،چې خلیلزاد به د نوي پيل شوي سفر په ترڅ کې، چې د جولای ۲۴مه پیل شوی، قطر، بلغاریا، ناروې، پاکستان او کابل ته ولاړ شي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%b3%db%8c%d9%85%db%90-%d8%a7%d9%88-%d9%86%da%93%db%8d-%d9%87%db%8c%d9%88%d8%a7%d8%af%d9%88%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%af-%d8%ae%d9%84%db%8c%d9%84%d8%b2%d8%a7%d8%af-%d8%af-%d8%b3%d9%81/

اعلامیې زیاته کړې وه، چې  خلیلزاد به اسلام اباد ته هم د خپل سفر پر مهال په بین الافغاني خبرو کې د پرمختګ لپاره د پاکستان ملاتړ خپل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب