شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد چارو ادارې حکومتي چارواکو ته د شتمنیو د ثبت په اړه...

د چارو ادارې حکومتي چارواکو ته د شتمنیو د ثبت په اړه خبرداری ورکړی

تاند ( سه شنبه، د اسد ۷) د چارو ادارې په یوه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې له لوړ پوړو دولتي چارواکو غوښتي، چې خپلې شتمنۍ د روان کال د زمري تر ۱۳مې نیټې ثبت کړي.

سرچینې خبرداری ورکړی، که تر یادې نیټې لوړ پوړي چارواکي خپلې شتمتنۍ رسمي ثبت نه کړي نومونه یې اعلانوي.

د کابینې د پرېکړې په اساس د ملي شورا د وکيلانو په ګډون د حکومت ټول لوړپوړي چارواکي مکلف دي، چې د روان کال د زمري تر شپږمې خپلې شتمنۍ د جمهوري ریاست د چارو ادارې په لوی ریاست کې د شتمنیو د ثبت له ریاست سره ثبت کړي.

خو اوس لیدل کیږي،چې د شتمنیو د ثبت په اړه د کابینې له لوري دغه ټاکل شوی وخت د حکومت یوه لویه برخه چارواکو جدي نه ‌دی ګڼلی.

دچارو اداره وایي تر اوسه ډیرو خپلې شتمنۍ د چارو ادارې د لوی رياست اړوند د شتمنيو د ثبت په رياست کې نه‌ دي ثبت کړي.

سرچینې پرېکړه کړې، چې د ټاکلې نېټې ترپای ته رسېدو وروسته به د ټولو هغو حکومتي چارواکو نومونه خپاره کړي، چې خپلې شتمنۍ یې نه‌ دي ثبت کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب