شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملا هبة الله: یو شمېر کړۍ د شخصي ګټو په پار...

ملا هبة الله: یو شمېر کړۍ د شخصي ګټو په پار د سولې په لار کې خنډونه رامنځته کوي

تاند (سه شنبه، د اسد ۷) د طالبانو مشر ملا هبة الله اخوند په خپل اختریز پیغام کې ویلي افغان حکومت دې د سولې په لار کې خنډونه نه جوړوي او ژر تر ژره دې د سولې راتګ لپاره ريښتیني ګامونه اوچت کړي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي طالبانو د سولې په برخه کې خپل مسؤلیت تر سره کړی او له امریکا سره یې مشخصه هوکړه لاسلیک کړې چې تر دا مهاله ښه تطبیق شوې ده.

هغه تور پورې کړی چې په افغانستان کې یو شمېر کړیو ته ملي ګټې مهمې نه دي او د واک د ساتلو لپاره ملي مسایل د شخصي ګټو لپاره قرباني کوي، نو ځکه د سولې په لاره کې خنډونه رامنځته کوي.

نوموړي په حکومت غږ کړی چې بندیان ازاد کړي، ملي ګټې دې په پام کې ونیسي او د سولې له رامنځته شوي فرصت دې ګټه واخلي او په دې برخه کې د عملي ګامونه پورته کړي.

په پیغام کې دغه راز د بهرنیو ځواکونو په اړه ویل شوي چې امریکایان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي نو دوی تیار دي چې د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې رامنځته کړي.

هغه په افغانستان کې د سولې راتګ د سیمې او ټولې نړۍ په ګټه بللی دی.

د طالبانو مشر د امریکا او دوی تر منځ شوې هوکړې ته په اشارې سره ویلي چې ستونزې باید جوړې نه شي بلکې د ستونزو په هواري کار وشي.

هغه د امریکا له لوري د دوی په کسانو وروستیو بریدونو ته په کتو دغه خبره کړې ده.

یاده دې وي چې ملا هبة الله په تېر اختر کې طالبانو ته سپارښتنه کړې وه چې امریکایانو ته دې زیان نه رسوي او اسلامي مبارزه دې جاري وساتي.

https://taand.net/%d9%85%d9%84%d8%a7-%d9%87%d8%a8%d8%aa-%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%a7%d9%85%d8%b1%db%8c%da%a9%d8%a7%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%aa%d9%87-%d8%b2/

ملاهبة الله اخوند د افغانستان حکومت داسې مهال د سولې په برخه کې په خنډ جوړولو تورن کړی چې تېره ورځ د ملي امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې طالبان په خپله او یا هم د نورو ډلو په واسطه په ملکیانو بریدونه کوي او د روانې جګړې اصلي لاملین هم همدوی دي.

https://taand.net/%d8%af-%d9%85%d9%84%da%a9%d9%8a-%d8%aa%d9%84%d9%81%d8%a7%d8%aa%d9%88-%d9%be%d9%87-%d8%a7%da%93%d9%87-%d8%af-%db%8c%d9%88%d9%86%d8%a7%d9%85%d8%a7-%d8%b1%d8%a7%d9%be%d9%88%d8%b1-%d8%aa%d9%87-%d8%af/

1 COMMENT

  1. اول خو ته محترم ځان را ښکاره کړه چه ته په دی دنیا کښی شتون لری او کنه ! ستاسواعلامونه ښکاری چه isi د پاکیستان ستا په نامه خوره وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب