شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد امریکا د ملي امنیت سلاکار په کورونا ویروس اخته شوی

د امریکا د ملي امنیت سلاکار په کورونا ویروس اخته شوی

تاند ( سه شنبه، د اسد ۷) سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین په کورونا ویروس اخته شوی دی.

سرچینه وایي ۵۴ کلن رابرټ اوبراین په کورونا وایروس اخته شوی خو زیاتوي، چې داسې وېره شتون نلري، چې ولسمشر ټرمپ یا مرستیال یې مایک پېنس ورڅخه هم په کورونا اخته شوي وي.

رابرټ اوبراین د ټرمپ د ادارې تر ټولو لوړپوړی چارواکی دی، چې د کورونا په ویروس اخته کیږي.

د راپورونو له مخې د امریکا د ملي امنیت سلاکاردوه اونۍ وړاندې میامي ښارته د سفر پرمهال له ولسمشرټرمپ سره یو ځای لیدل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وایروس له پیله تر اوسه امریکا لا هم د مثبتو پېښو او مړینو له پلوه د نړۍ تر ټولو ځپل شوی هیواد دی.

د وروستیو معلوماتو له مخې په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر یو لک او ۴۸ زره واوښت.

په دې سره په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۶ میلیونه اوښتی او تر نیم میلیون ډېر کسان تر اوسه کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب