شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د یوې نښتې پر مهال پینځه پوځیان وژل شوي

پاکستان کې د یوې نښتې پر مهال پینځه پوځیان وژل شوي

تاند (سه شنبه، د اسد ۷) د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د ګلګت بلتستان په چیلاس سیمه کې د یوې نښتې پر مهال لس پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د چیلاس د ځايي پولیسو یوه مشر ويلي په یاده نښته کې پینځه فوځیان وژل شوي او پینځه نور ټپیان دي.

د پولیسو مشر رسنیو ته په خپلو خبرو کې ویلي نښته هغه مهال رامنځته شوې چې پوځیان د استخباراتي معلوماتو پر اساس د چیلاس سیمې د عملیاتو لپاره تللي وو.

نوموړي دغه راز زیاته کړې په رامنځته شوې پېښه کې څلور ترهګر هم وژل شوي دي.

ددې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب