شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeداسې هم شتهبرلین کې یوې ګېدړې شاوخوا سل جوړې بوټان پټ کړي

برلین کې یوې ګېدړې شاوخوا سل جوړې بوټان پټ کړي

تاند ( سه شنبه، د اسد ۷) د برلین ځایي رسنۍ وایي، چې یوې ګیدړې د دې هېواد په زېلن ډروف سیمه کې له کورونو څخه شاوخوا سل جوړې بوټونه غلا کړي دي.

د یادې سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي، چې له ډېرې مودې راهیسې، د څپلکو او بوټونو ورکېدو حیران کړي وو،خو په خبره یې اوس یې غل موندلی دی.

دوی وایي اوس پوهیږي، چې غل انسان نه بلکې یوه ګېدړه ده.

ځايي خلک ویاي: «غل یې هغه وخت وموند، چې د مایر په نامه یو کس د سړک پر غاړه د یوې ګېدړې په خوله کې بوټونه ولیدل کله چې نوموړي د ګیدړې عکس په ټولنیزو رسنیو خپورکړمالومه شوه، چې له همدې سیمې شاوخوا سل جوړې بوټونه ورک شوي دي.»

دا خبر بیا په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه ټوکه بدله شوې.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکو دې خبر ته کمنټونو کې لیکلي، ګېدړه نه ده پوډري د ګیدړې پوست پر تن کړی دی مه یې پرېږدئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب