شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه هرات کې یوه ټکسي چلوونکي له امیتاب بچن سره د لیدو...

په هرات کې یوه ټکسي چلوونکي له امیتاب بچن سره د لیدو په خاطر خپل کور پريښی

تاند (سه شنبه، د اسد ۷) د هرات ولایت یو اوسېدونکی چې د هندي سینما د مشهور هنرمند امیتاب بچن زیات مینه وال دی له هغه سره د لیدنې لپاره څلور ورځې کېږي چې خپل کور یې پریښی او د هرات په کوڅو کې شپې ورځې تېروي.

عبدالستار چې د ټکسي چلوونکی دی او شپږ ماشومان لري وايي د خپلې کورنۍ غړو ته یې قناعت ورکړی چې د هندي سینما له نوموتي هنرمند سره د لیدو لپاره یو څه موده خپل کور پرېږدي.

دا سړی ادعا کوي چې په دې وروستیو کې یې د یوې اونۍ لپاره د امیتاب بچن سره د لیدو لپاره هندوستان ته سفر وکړ، خو د بچن کور ته په رسېدو بیا هم ونه توانېده چې له هغه سره وګوري.

عبدالستار وايي له وړوکوالي د امیتاب بچن مینوال دی او یواځینۍ هیله یې همدا ده چې له هغه سره وویني.

نوموړی وايي ددې خبر په اورېدو چې ښاغلی بچن او د کورنۍ غړي یې په کورونا اخته شوي سخت اندېښمن دی، خو وايي کورونا هم نشي کولی چې له بچن سره دده د لیدو مخه ونیسي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%85%db%8c%d8%aa%d8%a7%d8%a8-%d8%a8%da%86%d9%86-%d8%b2%d9%88%db%8c-%d8%a7%d8%a8%db%8c%d8%b4%da%a9-%d8%a8%da%86%d9%86-%d9%87%d9%85-%d9%be%d9%87-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7/

څه موده وړاندې راپورنه خپاره شوي وو چې د هندي سینما مشهور لوبغاړی امیتاب بچن او د کورنۍ غړي یې په کورونا اخته شوی دي.

دغه هراتي کس د افغانستان له حکومت، په کابل او هرات کې د هند له سفارت او کونسلګرۍ او همدارنګه له هېوادوالو غواړي چې د خپلې خوښې له هنرمند سره یې د لیدو امکانات برابر کړي.

امیتاب بچن د هند له مشهورو سینمايي لوبغاړو او هنرمندانو څخه دی چې په افغانستان کې زیات مینه وال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب