شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه بګرام اډه کې یو شمېر بهرنیو کارګرو مظاهره کړې

په بګرام اډه کې یو شمېر بهرنیو کارګرو مظاهره کړې

تاند (سې شنبه، د اسد۷) د بګرام په هوايي ډګر کې افریقايي او اسیايي کارګرو په دې باندې په اعتراض کې چې دوی ته د نورو کسانو په پرتله د ورته کار په خاطر لږ اجوره ورکول کېږي، مظاهره کړې ده.

د امریکا د سټار انډسټرایبس ورځپاڼې د راپور له مخې، په بګرام هوايي اډه کې یو شمېر کینیايي، هندي او یوګنډايي کارګر وايي چې د فلور کورپ شرکت له لوري له دوی سره تبعیضي چلند کېږي او په دې خاطر غواړي چې کار ودروي حتي که کار هم له لاسه ورکړي.

یوه کارګر د نوم د نه څرګندولو په شرط سټار انډ سټرایبس ورځپاڼې ته وویل، سلګونه کارګر، په تېره بیا د هند او افریقايي هیوادونو کارګر احساس کوي چې فلور کورپ کمپنۍ د نژاد او هیواد په خاطر له دوی سره تبعیض کوي.

ورځپاڼه وايي، دغه کارکر له دې وېرې نه غوښتل چې نوم یې خپور شي چې د کمپنۍ له لوري به له کاره وایستل شي او خپل هیواد ته به ولېږل شي.

خو فلور کمپنۍ وايي چې د کارګرو په اړه یې ټول مقررات له هغو اصولو سره سم دي چې د امریکا له پوځ سره یې لاسلیک کړي دي.

دې کمپنۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي«موږ په بېلابېلو هیوادونو کې د بازار وضعیت ته په کتو معاش ورکوو. موږ تبعیض زغملی نه شو.»

د ورځپاڼې پر اساس، په بګرام کې د فلور کمپنۍ سرچینو وویل، د جولای په ۱۲ مه سلګونو کارګرو مظاهره وکړه او د زیاتې اجورې غوښتنه یې وکړه.

دا په بګرام هوايي اډه کې، چې امریکايي پوځیان پکې دېره دي، په خپل ډول کې لومړنۍ مظاهره ده چې کارګر یې د معاش د لوړېدو لپاره کوي.

فلور کمپنۍ د کارګرو له مظاهرې درې ورځې وروسته وویل چې د یو شمېر هغو کارګرو معاش یې سږ کال زیات کړی چې لږ و.

یو شمېر کارګرو سټارانډ سټرایبس ورځپاڼې ته ویلي چې دوی افغانستان ته تر راتلو وړاندې په همدغه معاش موافقه کړې وه خو کله چې دلته راغلل ورته څرګنده شوه چې د نورو معاش زیات دی.

یوه هندي کارګر وویل چې د میاشتې ۷۵۰ ډالره ورکول کېږي او په دې ډارېږي چې که بیا اعتراض وکړي ممکن دنده له لاسه ورکړي.

خو ځینې نور کارګر وايي چې د دندې د بایللو پروا نه لري او زیاته اجوره غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب