یکشنبه, دسمبر 7, 2025
Home+د انسان د ژر زړېدو او ورو کیدو مهم طبي لاملونه

د انسان د ژر زړېدو او ورو کیدو مهم طبي لاملونه

ډاکتر ش میره کی

۱. د لمر تیزې وړانګو (UV وړانګې)

 د لمر تیزې وړانګې د پوستکي نښلوونکی مواد کمزوري کوي او د کرښو، ګونځو او د زر زړېدو لامل ګرځي.

۲. د خوب کموالی

بسیا خوب د بدن د رغونې لپاره اړین دی. چې خوب کم شي، هورمونونه ګډوډېږي او د حجرو د زر زړېدو لړۍ چټکېږي.

۳. ناسم او غوړین خوراک

په ځانګړي ډول:

• بوره

• غوړین خوراک

• پروسس شوي خوراک (لکه ساسیج اونور)

دا د بدن دنننی التهاب (پړسوب) زیاتوي او د حجرو زړېدل تېزوي.

۴. سګریټ څکول

سګریټ د وینې رګونه تنګوي، د پوستکي غذا کموي او د حجرو تخریب چټکوي.

۵. روحي فشار (سترس)

اوږدمهاله روحي فشار د کورتیزول هورمون زیاتوي، او دا د بدن د حجرو د زر زړېدو یو مهم عامل دی.

۶. د بدني خوځښت کموالی

کله چې حرکت کم وي، د وینې بهیر کمېږي، د بدن دفاعي ځواک کمزوری کېږي، او د بدن دنننی پړسوب (التهاب) ډېریږي.

۷. د اوبو لږ څښل

د بدن او پوستکي وچوالی د زر زړېدو بهیر ګړندی کوي.

۸. د ټيټې کچې ارزښت لرونکي خوراکو ډېر استعمال

په تېلو کې پخې شوې، یا پروسس شوي خوراکونه د بدن د دننني زیان رسوونکي فشار (oxidative stress) سبب کېږي.

۹. ارثي لاملونه

ځینې خلک په طبیعت کې زر زړېږي، ځکه د هغوی جینونه داسې جوړښت لري.

۱۰. د ناروغیو نه کنټرول

لکه:

• د پښتورګو ستونزې

• د ځیګر ناروغۍ

• د وینې د شکر لوړوالی

• د تایرویئډ غدې ګډوډي

دا ټول د زر زړېدو بهیر چټکوي.

څنګه د انسان د زړېدو بهیر ورو کولی شو؟

۱. د لمر له تیزو وړانګو څخه ځان ساتنه

• د لمر ضد کریم کارول

• د خولۍ یا عینکو کارول

۲. نورمال او منظم خوب

• په شپه کې ۷–۸ ساعته

• د خوب د مهال ثبات

• د موبایل د رڼا نه له خوبه  مخکې ځان ساتنه

۳. سالم او طبیعي خواړه

• تازه مېوې

• ترکاري او سبزي

• د کب یوه ټوټه غوښه

• شین چای

• غوزان (مټک) او لږ بادام

• د اوربشو ډوډۍ

دا د بدن رغونې ځواک لوړوي.

۴. د سګریټ پرېښودل

تر ټولو اغېزمنه لاره ده چې د بدن عمر اوږدوي او پوستکي ځوان ساتي.

۵. د روحي فشار کمول

• ژورې ساه اخستل

• تلاوت او دعا

• قدم وهل

• سپک ورزش

۶. منظم بدني خوځښت

هره ورځ ۲۰–۳۰ دقیقې چټک قدم وهل د بدن حجري فعاله او پیاوړې ساتي.

۷. د اوبو  څښل

په ورځ کې ۶–۸ ګیلاسه چې د پوستکي نرموالی، زرغون کیدل او ځوان ساتي.

۸. د ویټامینونو مناسب استعمال

لکه:

• ویټامین C

• ویټامین E

• اومېګا–۳

• ویټامین D

دا د زر زړېدو طبیعي بهیر ورو کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب