Homeخبرونهقطر او ازبکستان د افغانستان په اړه خبرې کړي

قطر او ازبکستان د افغانستان په اړه خبرې کړي

تاند ( یکشنبه د لیندۍ – قوس ۱۶مه) د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مجید بن محمد الانصاري د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره کتلي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې دا کتنه د دوحې فورم ۲۳مې غونډې په څنډه کې شوې.

دواړو هېوادونو په دغه کتنه کې پر دوه‌اړخیزو اړیکو د بحث ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې کړې دي.

په دې تړاو د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې همداراز د افغانستان په اړه د همکاریو پر پیاوړتیا هم خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د افغانستان، قطر او ازبکستان ترمنځ اړیکې پراخې شوي او د بېلابېلو موضوعاتو د بحث لپاره د یو بل هېوادونو لوړپوړي چارواکو رسمي سفرونه هم کړي دي.

د یادونې وړ ده چې قطر له تېرو څو کلونو راهیسې د طالبانو حکومت ته سیاسي دفتر هم ورکړی و او همداراز ازبکستان او افغانستان بیا ۱۴۴ کیلومتره ګډه پوله لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...