تاند ( یکشنبه د لیندۍ – قوس ۱۶مه) ننګرهار، هلمند او میدان وردګو ولایتونو کې په جلا جلا پېښو کې ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
میدان وردګ او ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولانو خبر ورکړی چې، پرون (شنبه) په یادو ولایتونو کې د دوو پخوانیو ناچاودو مرمیو په چاودنه کې درې کسان مړه شوي او دوه نور ژوبل شوي دي.
سرچینو په جلا، جلا خبرپاڼو کې ویلي، یوه چاودنه د ناچاوده هاوان مرمۍ د چاودلو له امله د میدان وردګ د جغتو ولسوالۍ په خدران سیمه کي رامنځ ته شوې او دوهمه چاودنه د ننګرهار د کامې ولسوالۍ په ده غازي سیمه کې هم د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله شوې ده.
خبرپاڼو کې راغلي چې، په لومړۍ پېښه کې دوه تنکي ځوانان په میدان وردګو کې ژوبل شوي او په دوهمه کې بیا په ننګرهار کې درې تنه وژل شوي دی.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې هلمند کې د طالبانو امنیتي مسوولان وایي چې، د دغه ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په چېل سیمه کې د یوه کور نړېدلو پېښه کې ۳ کسان وژل شوي او ۳ نور ژوبل شوي دي.
یادي قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي،دغه پېښه پرون په یوه کور کې رامنځته شوې او لامل یې د کور زوړوالی یاد شوی دی.
سرچینه وایي چې ژوبل کسان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دی.