Homeخبرونهملګري ملتونه راتلونکې چهارشنبه د افغانستان په تړاو غونډه کوي

ملګري ملتونه راتلونکې چهارشنبه د افغانستان په تړاو غونډه کوي

تاند ( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۱۶مه) ملګري ملتونه د را روانې چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه غونډه کوي.

ملګري ملتونه وايي، دغه غونډه به رواني ډسمبر میاشتي پر ۱۰مه نېټه وکړي.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې غونډه کي به په افغانستان کي د یوناما د ماموریت، د افغانستان.د اوسني وضعیت ارزولو، د نړیوالو هڅو د پیاوړتیا او بشري ستونزو په اړه خبري وشي.

تمه ده په یاده غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) مشره جورجیټ ګانیون او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (O.C.H.A) استازي هم ګډون وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...