تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۱ مه) په داسي حال کې چې ملګري ملتونه له طالبانو غواړي ښځینه ډاکترانو ته اجازه ورکړي چې زلزله ځپلو سیمو ته لاړې شي د طالبانو د بهرنيو چارو وزير، د يکشنبې په ورځ وويل چې «غيرقانوني او ظالمانه» بنديزونه د دې سبب شوي چې له هېواده بهر مېشت افغانان ونه توانېږي د افغانستان په ختيځ کې د زلزلهځپلو سيمو لپاره مرستې ولېږي.
نوموړي زياته کړه چې د طبيعي آفتونو له قربانيانو سره د مرستو مخنيوی د ټولو بشري اصولو خلاف دی.
په داسې حال کې چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير په کابل کې له بهرنيو ديپلوماتانو او د مرستندویو سازمانونو له استازو سره غونډه درلوده، ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې طالبانو د ښځينه مرستندویو کارکوونکو د فعاليت مخنيوی کړی او دې کار د افغانستان د زلزلهځپلو د درملنې بهیر ته زيان اړولی دی.
د دې سازمان په وينا، طالبانو په تېرو څو ورځو کې د خپلو پخوانيو ژمنو خلاف، افغان ښځې په مرستندویو او روغتيايي ادارو کې له کار کولو منع کړې دي، او دا پرېکړه د ملګرو ملتونو کار د دې لپاره ستونزمن کړی چې اړو افغان ښځو او ماشومانو ته خدمتونه وړاندې کړي.
متقي يو ځل بيا له افغانستان څخه د نړيوالو بنديزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه، څو د ده په وينا، «افغانان وکولای شي پرته له کوم محدوديت څخه د خپل هېواد د بيا رغونې لپاره خپلې وړتياوې وکاروي.»
د افغانستان پر بانکي سیستم د امریکا د بندیزونو له کبله ډېری افغانان خپل هیواد ته پیسې نه شی لېږلی، په تېره بیا که د پیسو اندازه ډېره وي.
اميرخان متقي په څرګنده ونه ويل چې له زلزلهځپلو سره د بشري مرستو مخه څوک نیسي، خو د ده اشاره متحدو ايالتونو، لوېديځو هېوادونو او نړيوالو مالي بنسټونو ته وه چې د د افغانستان د جمهوري نظان له پرزېدو راوروسته، د افغانستان بانک شتمنۍ يې کنګل کړې او د طالبانو پر واکمنۍ يې مالي او بانکي محدوديتونه لګولي دي.
دغه محدوديتونه سبب شوي چې افغانستان ته د پيسو رسمي لېږد کله ناکله ستونزمن يا ناشونی شي.
امریکا، چې له ډېرو کلونو راهیسي او حتي د طالبانو د واکمنۍ په څلور کلنه دوره کې د افغانستان تر ټولو لوی مرستندیو هیواد ګڼل کېږي، د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره هیڅ راز مرسته ونه کړه.