پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهیوناما له واکمنې ډلې وغوښتل د دوی دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو...

یوناما له واکمنې ډلې وغوښتل د دوی دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو مخنیوی پای ته ورسوي

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۱) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر (یوناما) له واکمنو طالبانو وغوښتل چې د ملګروملتو دفترونو ته د هغو د ښځينه کارکوونکو پر ورتګ محدوديتونه سمدستي پای ته ورسوي.

دا غوښتنه وروسته له هغې شوې چې د سنبلې په ۱۶مه، د طالبانو امنیتي ځواکونو په کابل کې د ملګرو ملتونو په کمپلکسونو کې د ښځينه کارکوونکو او قرارداديانو د ننوتو مخه ونیوله.

یوناما د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه محدوديتونه، چې طالبانو په لیکلي او يا هم په شفاهي ډول اعلان کړي، د دې سازمان ميداني دفترونو ته په نورو ښارونو لکه هرات او مزارشريف کې هم غځېدلي دي.

د یوناما په وینا، د طالبانو امنیتي ځواکونه په ښکاره د ملګرو ملتونو د ودانیو په دروازو کې ځای پر ځای شوي چې د ښځو د ننوتو مخه ونیسي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې چې دې محدوديتونو ميداني سيمو ته د ښځينه کارکوونکو سفر ستونزمن کړی او د زلزله‌ځپلو سيمو ښځو او نجونو ته د بیړنیو مرستو د رسولو او له ایران او پاکستانه د راستنېدونکو د ملاتړ په شان یې د دوی عملياتي فعالیتونه له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت ټینګار کړی چې له نورو ادارو، صندوقونو او پروګرامونو سره په ګډه يې د خپلو کارکوونکو د خوندیتوب او د دوامداره فعالیتونو د ارزونې لپاره موقتي عملياتي بدلونونه راوستي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دغه اقدامات د طالبانو د پخوانیو هوکړو سرغړونه کوي او د افغانستان د ختیځ زلزله‌ځپلې سيمې او د ايران او پاکستان په پولو کې زرګونه ښځې، نارينه او ماشومان له حياتي بشردوستانه مرستو بې برخې کوي.

د ملګرو ملتونو د خبرپاڼې له مخې، د ښځينه کارکوونکو پر تګ راتګ بندیز او د دوی په فعالیتونو کې د خنډ ايجادول د سازمان د کارکوونکو د امتيازاتو او معافيتونو د اړوندو نړيوالو قوانينو ښکاره نقض دی.

سره له دې، یوناما ټینګار کړی چې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی څو دغه محدوديتونه ژر تر ژره لېرې شي او د دې سازمان حياتي مرستې پرته له ځنډه دوام ومومي.

طالبانو د یوناما د بیان په ځواب کې تراوسه څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې پر ملګروملتو او نورو نړیوالو مرستندویو ادارو په ځلونو راز راز فشاروړنه راوړل شوي دي چې ممکن هدف یې دا وي چې دا ادارې ووځي او افغانستان په نړۍ کې لا منزوي او ګاونډیو ته پاته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...