جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد بسپنې ټولو یوې ادارې افغان زلزله ځپلو ته ۱۰۶ زره ډالر...

د بسپنې ټولو یوې ادارې افغان زلزله ځپلو ته ۱۰۶ زره ډالر ټول کړي

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۲۱) د یو شمېر هیوادونو ترڅنګ ځینو خیریه موسسو او افرادو هم د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره بسپنې ټولې کړي دي.

ګلوبل ګیونګ (GlobalGiving)، چې له خلکو څخه د مرستو راټولولو له سترو پلاتفورمونو څخه شمېرل کېږي، اعلان کړی چې تر اوسه یې د افغانستان د زلزله‌ځپلو د ملاتړ لپاره له ۴۶۰ مرسته کوونکو څخه تر ۱۰۶ زره ډالرو ډېرې پیسې راټولې کړې دي.

دا مرستې د افغانستان د ختیځ د زلزله ځپلو لپاره ټولې شوي چې تر نیم میلیون ډېر خلک یې اغېزمن کړي دي.

د دې بنسټ په وینا، راټولې شوې مرستې به د خوراکي توکو، څښاک اوبو، درملو، سرپناه او ټولنیزو ـ رواني خدماتو پر برابرولو ولګول شي.

همداراز، د مرستو یوه برخه به ځایي افغاني مرستندویو موسسو ته ورکړل شي څو د زیانمن شویو کورنیو په بیا رغونه او د ژوند په بېرته احیا کې ونډه واخلي.

په ورته وخت کې، یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو هم په افغانستان کې د بیړنیو مرستو عملیات پیل کړي دي.

دایرېکت ریلیف ۵۰ زره ډالره عاجلې مرستې او د شپږ میلیون ډالرو په ارزښت د درملو یوه جوپه افغانستان ته ځانګړې کړې ده. امریکارس بیا د ځایي بنسټونو په همکارۍ طبي خدمتونه او د حفظ‌الصحې بستې ورکوي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان خپلې ګرځنده طبي ډلې د ماشومانو او زیانمنو کورنیو د درملنې لپاره غرنیو سیمو ته لېږلي دي. راپورونه وايي چې د زلزلې په سختو زیانمن شویو کې نیمايي ماشومان دي.

 د افغان ښځو لپاره ښځې په نوم موسسې ویلي چې د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره ځانګړې روغتیايي، رواني او ټولنیزې بستې وېشي.

د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې زلزله‌ځپلې کورنۍ له دې مخکې هم د بې‌کوره کېدو، د خوړو د نه‌امنیت او وچکالۍ له بحرانونو سره لاس او ګرېوان وې او اوس دوامدارو او اوږدمهالو مرستو ته اړتیا لري.

پرون د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یوه غونډه کې هغه هیوادونه وستایل چې له زلزله ځپلو سره یې مرستې اعلان کړي دي.

متقي بې له دې چې د امریکا نوم واخلي، دغه هیواد ته په اشارې وویل چې افغانستان ته یې د بهرمېشتو افغانانو د مرستو د استولو مخه نیولې ده.

ده د متحده عربي اماراتو، چین، ایران، روسیې، هند، پاکستان، ازبکستان، ترکیې، تاجکستان، ترکمنستان، بنګله دېش، سویس او نړیوالو سازمانونو نومونه یاد کړل چې مرستې یې کړي او ورڅخه مننه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب