د ارواوو کمره د هغه ناولیت نوم دی چې په دغو وروستیو کې ښاغلي حفیظ الله تُراب په جرمني کې لیکلی دی. تُراب صاحب مې له ډېر پخوا مخلص دوست دی. تل مې له خپلو ادبی کارونو خبروي او مشوره راسره کوي، زه هم ورڅخه مشورې اخلم. د فرهنګیانو او لیکوالو ډېره ښه دوستي او ورورولي وي. (د ارواوو کمره) ناولګۍ یې مخکې تر خپرېدو راته واستاو، په ډېره مینه مې ولوست.
د ناولګي سوژه عجیبه ده. کیسه د یوه ډایرکتر ده، چې غواړي په داسې یوه موضوع فلم جوړ کړي چې په دا ټوله نړۍ کې چا ورباندې فلم نه وي جوړ کړی. وروسته تر ډېرو سوچونو یې یوه موضوع فکر ته راځي، حیران دې ته وي چې که دا ډول سوژه سکریپټ هم شي، فلمنامه مکمله ولیکل شي، بورد یې اوکې هم کړي، آیا د دې ثبت اوډکول به څنګه ممکن شي؟
سوژه ډېره نایابه ویروونکې او نادره ده، خو ماته دا دومره عجیبه نه وه چې د فلم یو ډایرکټر دا ډول نایابه- بکره موضوع څنګه وموندله، د فلم ډایرکټر ډیوید ته می دومره شاباس ونه وایه، خو تراب صاحب ته دې آفرین وي چې دا ډول موضوع یې وموندله او دا دی ناولګې یې زموږ مخې ته پرانیستی دی. دا ناولګی د ده د تېر ناول به شان سلګونه پاڼې نه، بلکې ایله شپېته مخه دی.
د ارواوو کمره ناولګی پښتو نثري ادب کې یو خلاقه هستونه ده. تلوسه پکې ډېره، انځورونه عجیب، دیالوګونه طبیعي، کرکترونه بیلابیل(له بهرنیو نیولی، تر کورنیو- د دې لویې نړۍ بیلابیلو سیمو څخه)، صحنې سختې وحشتناکې او د ناولګي پای عجیب دی.
د تخلیقي ادبیاتو په ډګر کې ناول د نوي عصر ادبي ایجاد دی، په خپل وخت کې یې د اروپا په ویښتیا، روښانتیا او ترقۍ کې پرېکنده رول درلود. د نورو هېوادو او ژبو په پرتله پښتو کې موږ لږ شمېر نالونه لرو، خو ناول لوستل په نوره نړۍ او په تېره بیا د اروپائیانو ډیره خوږه تفریح ده. لنډه کیسه، رومان او ناول ټول په ادبی نثر او بیا په داستانی ادبیاتو کې شمېرل کیږي.
ناول په لغات کې د نوي په مانا دی. رومان هم د ژوند مسایل او تجربی په ښکلي داستاني ژبه او روان عاطفي نثر بیانوي، خو ناول تر رومانه لږ لنډ او تر لنډ داستان او منځنۍ کیسې زیات اوږد وي. د ناول ځانګړنه دا ده چې په یوه نوي انداز له پېښو، وګړو او د دوی ژوند سره د حیرانونکو تړلیو مسایلو ښه انځور وړاندې کوي.
داستاني نثر کې ناول هغه په هنري او ادبي ژبه کښل شوې کېسه ده چې موضوع یې له انساني ژوند سره په داسې تار پېیلې وي چې د ژوند بېلابېل اړخونه پې په مسلسل ډول وړاندې شي اوموږ په یو نوي سفر روان، نوي خلک او نوي ځایونه را وپېژني. ناول اروپا کې زښته زیات مینه وال لری. هرکال سوونه عنوانه ناولونه خپریږي او خلک ورباندې رامات وي.
تُراب صاحب دا نښېرد یوه رسالت له مخې لیکلی دی. دا یو ریالیستیک ناولګی دی. پېښې یې زموږ د تاریخ یوه برخه ده. پرېږده چې راتلونکي نسلونه د دې ادبي نښېر په لوستلو سره، د افغانستان د قضایاوو په اړه قضاوت وکړي. زه د یو ځوریدلي او مظلوم جګړه ځپلي په توګه د دغه ناولګي د پېښو په شان د ډېرو پېښو شاهد وم، نو ځکه یې لوستلو راباندې ډېر زیات اغېز وکړ.
ښاغلی حفیظ الله تُراب یو نوښتګر لیکوال دی. سره له دې چې د ده ډیرې نورې لیکنې د طنز او لنډې کیسې په ژانر کې وې، خو دا دی اوس یې ناول لیکلو کې هم تجربه ترلاسه کړه . د ده مخکنی ناول( هغه به څوک و) و. هغه هم ډېر ښکلی ناول و، چې یو کال مخکې نشر شو، ډېر ژر به اروپا کې په انګلیسی هم چاپ شي.
په پای کې درون لیکوال، د نیک احساس خاوند، د ګړندي قلم لرونکي او خپل ګران دوست تُراب صاحب ته د پوره روغتیا، خوشحالي او بریالیتوب دُعا کوم.
درناوی
د ۱۴۰۵ل. کال د زمري د میاشتې نهمه