شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+په دې ورځ عراق پر کویت وبلوسل

په دې ورځ عراق پر کویت وبلوسل

له نن څخه ۳۴ کاله پخوا د ۱۹۹۰ م کال د اګست په دوهمه د عراق د صدام حسین رژیم پر کویت یرغل وکړ او دا کوچنی عربي هیواد یې په څو ساعتونو کې ونیوه.

صدام حسین د کویت له نیولو وروسته هغه د خپل هیواد یو ولایت اعلان کړ.

په کویت کې د صدام حسین د رژیم د ځواکونو پر ضد د مقاومت په لړ کې ۴۲۰۰ کویټي ځواکونه ووژل شول.

د کویت امیر شیخ جابر الاحمد الصباح او کورنۍ یې سعودي عربستان ته پناه یووړه.

عراقي پوځیانو د کویت له نیولو سره سم د دغه هیواد له بانکونو تر یو نیم ملیارد ډالره زیاتې پیسې، سره زر او هنري اثار لوټ کړل.

د بشري حقونو د ټولنو په وینا عراقي پوځیانو سلګونه کویتیان بې محاکمې ووژل او سلګونه نور عراق ته بیول.

خو پنځه نیمې منیاشتې وروسته یعنې د ۱۹۹۱ د جنوري په ۱۶ مه د امریکا په مشرۍ د لوېدیځ ايتلاف له لوري د صدام حسین د رژیم پر ځواکونو بمباري پیل شوه او د فبرورۍ تر ۲۸ پورې یې دوام وکړ. په نتیجه کې یې نامعلوم شمېر عراقي پوځیان ووژل شول. ځینې د عراقي پوځیانو مرګ ژوبلې لسګونه زره ښيي.

د عراق د حکومت سلګونه الوتکې او زرګونه ټانکونه، زغرګاډي او وسایط ویجاړ شول.

صدام حسین، چې کویت یې له لاسه ورکړی و، د بغداد د بایللو د وېرې په خاطر د خپلواک هیواد په توګه د کویت په رسمیت پېژندلو او اوربند ته غاړه کېښوده.

2 COMMENTS

  1. دا صدام څومره بدبرغه سړی ؤ. ځینی کسان ئې د وچو احساساتو له مخی ستاینه کوی.ځان ئې د عربی نړۍ ” زمری ” ګاڼه خو د امریکائی – یهودی توطئې له کبله ئې خپل د هیواد یو میلون وګړی د بندیزونو او قحطۍ له کبله د مرګ منګولو ته وسپارل.
    امریکائیانو د صدام سره داسی چلند وکړ لکه زموږ د طالب سره ( اول ئې د کویټ اشغال ته وهڅاوه او بیا ئې د کویټ پرېښودلو ته اړ کړ او بیا ئې بیرته پر واک د دوام چانس ورکړ ) او لس کلونه ئې سخت بندیزونه پر ولګول پداسی حال کی چی امریکائیانو کولای سوای چی د خلیج تر جګړې وروسته ئې سمدستی له واک څخه لیری کړی خو دا کار ئې ونکړ څو لس نور کلونه عراقی وولس په وځپی.
    جالبه دا ده چی صدام د سختی ماتی سره سره ځان قهرمان ګاڼه لکه څنګه چی نن ورځ طالب ځانته قهرمان وائی خو طالب هم کټ مټ صدام غوندی د امریکا د مصلت په اساس ( چی پراخ اهداف لری ) پر افغان وولس مسلط کړای سو.

  2. . حضرت اګست 2, 2022 At 6:21 am
    دا صدام څومره بدبرغه سړی ؤ. ځینی کسان ئې د وچو احساساتو له مخی ستاینه کوی.ځان ئې د عربی نړۍ ” زمری ” ګاڼه خو د امریکائی – یهودی توطئې له کبله ئې خپل د هیواد یو میلون وګړی د بندیزونو او قحطۍ له کبله د مرګ منګولو ته وسپارل.
    امریکائیانو د صدام سره داسی چلند وکړ لکه زموږ د طالب سره ( اول ئې د کویټ اشغال ته وهڅاوه او بیا ئې د کویټ پرېښودلو ته اړ کړ او بیا ئې بیرته پر واک د دوام چانس ورکړ ) او لس کلونه ئې سخت بندیزونه پر ولګول پداسی حال کی چی امریکائیانو کولای سوای چی د خلیج تر جګړې وروسته ئې سمدستی له واک څخه لیری کړی خو دا کار ئې ونکړ څو لس نور کلونه عراقی وولس په وځپی.
    جالبه دا ده چی صدام د سختی ماتی سره سره ځان قهرمان ګاڼه لکه څنګه چی نن ورځ طالب ځانته قهرمان وائی خو طالب هم کټ مټ صدام غوندی د امریکا د مصلحت په اساس ( چی پراخ اهداف لری ) پر افغان وولس مسلط کړای سو.

    Reply

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب