پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeټولنیزد افغانستان د ملي بیرغ ورځ؛ په ملي بیرغ کې ۱۰۰۳ کلن...

د افغانستان د ملي بیرغ ورځ؛ په ملي بیرغ کې ۱۰۰۳ کلن بدلون

۷ زمری ۱۴۰۰ – ۲۹ جولای ۲۰۲۳

نن د زمري اومه (د جولای ۲۹ مه) د ملي بیرغ ورځ ده.

 په تېرو سلو کلونو کې د ایډیالوژیکو رژیمونو څو ځلې د افغانستان ملي بیرغ بدل کړی او د یوې مودې لپاره یې خپل ګوندي بیرغ پر هیواد تحمیل کړی دی.

د افغانستان اوسنی بیرغ تور، سور او زرغون رنګ لري، چې اول ځل د شاه امان الله خان د پاچهۍ په مهال د ۱۳۰۷ لمریز کال په لویه جرګه کې تصویب شو.

له هغه وروسته د افغانستان په ملي بیرغ کې ډېر بدلون راغلی، خو پر ۱۳۸۲ لمریز کال بیا هم هماغه درې پخواني رنګونه خو په لږ توپیر د افغانستان اساسي قانون کې درج شول.

په افغانستان کې بیرغ کارول تاریخي مخینه لري او ویل کېږي د افغانستان د لومړني پاچا یما له واکمنۍ راهیسې تراوسه کارېږي.

د افغانستان د علومو اکاډیمۍ غړی، تاریخپوه او لیکوال استاد حبیب الله رفیع وايي، شاه امان الله خان ملي بیرغ ته د درې رنګونو په غوره کولو سره غوښتل د خلکو مبارزه په هغه کې منعکسه کړي.

د ښاغلي رفیع په باور، تور رنګ د افغانستان د اسارت دوره ښيي، سور رنګ د خپلواکۍ لپاره د افغانانو قرباني او جهاد ښيي او زرغون رنګ هم له خپلواکۍ وروسته د دغه هېواد د ابادۍ نښه ده.

د هغه په خبره: “بیرغ یوازې کلتوري ارزښت نه بلکې سیاسي او فکري ارزښت هم لري او په دې دلیل ده چې بیرغ د یوه ملت د ازادۍ استازيتوب کوي او همدارنګه د یوه ملت د ازادۍ پاللو او لوړ خیال. “

د شاه امالله خان واکمنۍ کې (۱۹۹-۱۹۲۹) د افغانستان د بیرغ نښه د غنمو وږي دایره وه چې پکې غرونه او د غرو پر سر لمر څرک و او پرې له پاسه د پاک الله او حضرت محمد نوم لیکلی و.

د افغانستان بل تاریخپوه فاروق انصاري وايي، پر ۱۹۲۹ کال واک ته د حبیب الله کلکاني رسېدو سره بیرغ په سور رنګ بدل شو، خو وروسته یې بیا درې رنګه کړ.

د ښاغلي رفیع په خبره، تور رنګ د افغانستان د اسارت دوره ښيي، سور رنګ د خپلواکۍ لپاره هغه وخت کې د افغانانو قرباني او جهاد ښيي او زرغون رنګ هم له خپلواکۍ وروسته د دغه هېواد ابادۍ نښه ده.

د هغه په خبره: “بیرغ یوازې کلتوري ارزښت نه بلکې سیاسي او فکري ارزښت هم لري او په دې دلیل ده چې بیرغ د یوه ملت د ازادۍ استازي کوي او همدارنګه د یوه ملت د ازادۍ پاللو او لوړ خیال. “

د شاه امالله خان واکمنۍ کې (۱۹۹-۱۹۲۹) د افغانستان د بیرغ نښه د غنمو وږي دایره وه چې پکې غرونه او د غرو پر سر لمر څرک و او پرې له پاسه د پاک الله او حضرت محمد نوم لیکلی و.

د افغانستان بل تاریخپوه فاروق انصاري وايي، پر ۱۹۲۹ کال واک ته د حبیب الله کلکاني رسېدو سره بیرغ په سور رنګ بدل شو، خو وروسته یې بیا درې رنګه کړ.

د پاچا نادر خان واکمنېدو سره د افغانستان بیرغ د امان الله خان دورې درې رنګو ته بدلون وکړ، خو غنم، محراب او منبر یې نښان و.

د هغه د زوی پاچا محمد ظاهر خان واکمنۍ کې(۱۳۱۲-۱۳۵۲)بیرغ کې بدلون نه راغی.

ښاغلی انصاري وايي، د افغانستان د اوسني بیرغ جوړښت او رنګونه افغان تاریخ ښيي.

د هغه په خبره، د افغان بیرغ اوسني رنګونه له تاریخي پلوه خورا ټولیز دي: “خو که سپین هم ور زیات شي، ښايي ووایو چې تر ټولو بشپړ شو، ځکه تېر کې موږ همدا تور، سور، زرغون او سپین رنګ درلودل. زما په نظر همدا درې رنګونه سور، تور او زرغون چې د سبمول په توګه غوره شوي، تراوسه غوره رنګونه دي. “

د ۱۳۵۷ کال له کودتا او د کیڼ اړخو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان درې رنګه بیرغ په سور رنګ بدل شو.

دغه بیرغ کې د غنمو د وږي د دایرې منځ کې د خلق کلمه لیکل شوې وه.

د ۱۳۵۶ او ۱۳۵۸ ترمنځ د ببرک کرمل د واکمنۍ پر مهال دوه بیرغونه وو چې یو ګوندي او بل دولتي و.

ګوندي بیرغ هماغه د خلق سور بیرغ و او تور، سور، زرغون بیا دولتي بیرغ و. د دولتي بیرغ منځ کې د کارګرو د نښان په توګه د ماشینونو قطعات اضافه شوي وو.

په ۱۳۷۱ کال واک ته د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو حکومت تر رسېدو وروسته د افغانستان بیرغ یو ځل بیا بدل شو.

په دې دوره کې د افغانستان د بیرغ رنګ په تور، سپین او زرغون رنګ واوړول شو.

د برهان الدین رباني د حکومت پرزېدو او پر ۱۳۷۵ کال د طالبانو واکمنېدو سره بیرغ سپین رنګی شو چې کلیمه هم پرې لیکلې وه.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ تر پرزېدو او د حامد کرزي په مشرۍ د لنډمهاله حکومت تر رامنځ ته کېدو وروسته د شاهي دورې درې رنګه بیرغ بېرته احیا شو.

دا بیرغ تور، سور، زرغون و او منځ کې یې د غنمو وږي، محراب او منبر نښان و.

شکریه بارکزۍ چې د ښاغلي کرزي په لنډمهاله دوره کې د اساسي قانون د لویې جرګې او د ملي بیرغ کمیسیون غړې وه وايي، د افغانستان اوسنی بیرغ د ټولو افغانانو د تاریخ، هویت او مبارزو ښکارندوی دی.

هغه زیاتوي چې د دغه بیرغ له ټاکنې او تصویبېدو سره ټولې خواوې موافقې وې، ځکه په هغه کې کارېدلي رنګونه او نښې ټولو ته د منلو وو.

اغلې بارکزۍ وايي که څه هم د ملي بیرغ په کمیسیون کې د بېلابېلو ډلو، سیاسي اړخونو او تنظیمونو استازي موجود وو، خو د بیرغ د رنګونو او نښانونو په اړه بحث لانجمن نه شو، او ان د اساسي قانون په لویه جرګه کې هم چا له دغه بیرغ سره مخالفت ونه ښود.

د افغانستان د اساسي قانون په ۱۹مه ماده کې راغلي: “د افغانستان بيرغ له: دريو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دى. درې واړه ټوټې په مساوي ډول له كيڼ نه ښي لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نيمايي دى چې په منځ كې يې دافغانستان ملي نښان ځاى پرځاى شوى دى.”

د افغانستان د دولت ملي نښان له سپين رنګې محراب او منبر څخه جوړ دى چې په دوو څنډو كې يې دوه بيرغونه او د منځ په برنۍ برخه كې يې د لا اله الا الله محمد رسول الله مباركه كلمه او الله اكبر او د راختونكي لمر وړانګې او په لاندنۍ برخه كې يې د ۱۲۹۸ هجري شمسي تاريخ او د افغانستان كلمه راغلې چې له دوو خواوو څخه د غنمو وږي پرې راګرځول شوي دي.

طالبانو دا ځل هم له واک ته رسېدو سره خپل تنظیمي بیرغ پر ارګ او دولتي ادارو ځوړند کړی دی خو د دوی بیرغ ملت د ملي بیرغ په توګه نه مني. سره له دې چې طالبانو یو شمېر کسان د خپل ملي بیرغ په خاطر وژلي، نیولي او وهلي دي خو لا هم د اکثریت افغانانو لپاره همدا درې رنګه بیرغ ملي بیرغ دی او که یې په کوڅو او واټونو کې د طالبانو استبداد له کبله نه شي ګرځولی په کورونو او زړونو کې یې رپېږي.

2 COMMENTS

  1. د یو څو ټکو یادونه:
    ۱ – د بیرغ په هکله په پورته لیکنه کی یو دوه پاراګراپونه سره ګډوډ او تکراری ښکاری.
    ۲ – که څه هم پورته لیکنه اجمالی بڼه لری خو د داوود خانی جمهوریت د بیرغ د څرنګوالی یادونه اړینه او ضروری وه چی د یادونی ځای ئی خالی دی.
    ۳ – افغانان د نړی له معدودو وولسونو څخه ګڼل کیږی کوم چی د ملی عُرف او ملی جذباتو او روحیاتو په رُڼا کی د یو واحد او همیشنی بیرغ سره د مینی روزنه نه ده ور کړه سوی همدارنګه اوسنی افغانان یوازنی ملت دی کوم چی د بیرغ د څرنګوالی په هکله د عام وولس او حاکمیت تر منځ د سلیقی او ذائقی د انتخاب پر سر ستر توپیر تر سترګو کیږی.
    ۴ – که څه هم زه د ملی بیرغ په وړاندی د خُنثی احساساتو خاوند یم خو په عین وخت کی پدې عقیده یم چی د افغانستان درې رنګه بیرغ اصلاً د ټول بشریت د سرنوشت یوه ځلیدلی رسامی ده ( بشریت هم ” تور ” او هم “سره ” حالات تجربه کړی دی او دا تور او سره حالات همداسی پر حاکم دی خو یقیناً چی ” زرغون ” حالت ئی هم په انتظار کی دی چی البته د زرغون کیفیت بیان ئی دا ګړی د هضم وړ نه ښکاری ).
    ۵ – یوه طنزیه خاطره را یاده سوه:
    هیر می دی چی د مکتب د کوم صنف ( شاید څلورم صنف ) د پښتو د مضمون په کتاب کی د بیرغ په باب دا منظوم عبارت لیکل سوی ؤ:
    《 تور و سور و هم زرغون – ګران دی وی پر هر پښتون 》.
    جالبه کیسه وه، هغه چا چی دا دری رنګه بیرغ په لومړی ځل او رسمی توګه د ارګ پر ماڼۍ پورته کړ یو توری پښتو ئی هم نه وه زده.
    ۶ – د طالب جان څخه په کلکه هیله کیږی چی د عام وولس د خوښی او رضائیت پخاطر مخکنی دری رنګه ملی بیرغ په رسمیت وپیژنی البته د خپل عقیدتی بیرغ څخه هم په ځینو خاصو ځایونو او مناسباتونو کی کار واخلی.

  2. زه دومره ويل غواړم چې په اوسني وخت کښې چې څومره مينه د کوزې مخې افغان د ملي بېرغ سره څرګندوي هغومره پورتني افغان شايد نه کوي. د لرې خبرې نه ده. څو ورځې مخکې د ګيله من شهيد مړی په امبولانس کښې وړل شه. مورکۍ او څو ملګري د ده تابوت سره وو. مور يې د ژړا پر ځاي له ډېره وياړه موسکا کوله. ملي بېرغ پر تابوت خپور وه. مورکۍ يې مخ جوت کړ او بيا يې بېرغ پرې راکش کړ. موسکا شوه او وه يې ويل ” د همدې بېرغ په وجه يي وواژه”. که خيال مو وي، دا ډېره لويه ګواهي وه. ګيله من د ملی بېرغ سره دومره مينه درلوده ان چې په خپل ټټر به يې تاپه کاوه. دی ګرځنده ځوان وه. په ټول پاکستان کښې يې بې له هېڅ ډاره ملي بېرغ نمايشي کاوه. ګيله من په افغانستان دومره مئين وه چې په خپل ذات کښې افغانستان جوړ شوی وه. الله دې د ګيله من شهيد هر ارمان پوره کړي. 🤲🏻🇦🇫♥️

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب