Homeخبرونهپه کابل کې اووه وسله‌وال غله وژل شوي

په کابل کې اووه وسله‌وال غله وژل شوي

تاند (یکشنبه، د زمري/ اسد ۱۱مه) د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د شنبې په ورځ د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې له پولیسو سره په نښته کې اووه «وسله‌وال غله» وژل شوي دي.

ځدراڼ ویلي، په دې نښته کې د امنیتي ځواکونو یو غړی هم ټپي شوی دی.

نوموړي د شنبې په ماښام (د اسد ۱۰مه) په خپله اېکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې دا پېښه د شپې شاوخوا ۹ بجې د کابل د اتمې امنیتي حوزې د ستانکزي بلاکونو په سیمه کې شوې ده.

د ځدراڼ په وینا، نښته هغه مهال پیل شوه چې وسله‌والو کسانو پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې.

 د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند زیاته کړه، چې امنیتي ځواکونو له دغو کسانو څخه یو موټر او یو شمېر وسلې هم ترلاسه کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...