تاند (شنبه، د زمري/ اسد ۱۰ مه) په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۱۰ نور پاکستاني محصلان، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېج له پیلېدو وروسته شاوخوا ۱۰ میاشتې په افغانستان کې بند پاتې وو، د تورخم له لارې خیبرپښتونخوا ته ستانه شوي دي.
د همدې ترڅنګ، ۵۹۲ پاکستانۍ باروړونکې لارۍ هم د تورخم له پولې تر اوښتو وروسته پښتونخوا ته داخلې شوې دي.
په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ مسوولانو د شنبې په ورځ، د اسد په ۱۰مه، رسنیو ته ویلي چې دا محصلان له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې پاتې وو. شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم نژدې ۷۰ پاکستاني محصلان له افغانستانه خپل هېواد ته ستانه شوي وو.
طالبانو او پاکستان تر اوسه په دې اړه په رسماً څه نه دي ویلي.
د تېر کال له میزان/ اکتوبر میاشتې راهیسې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، د دواړو لورو ترمنځ د تګ راتګ لارې بندې شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې پاکستان د تورخم او سپین بولدک سرحدي لارې یوازې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره پرانیستې دي.