استاد حبیب الله رفیع زموږ د وطن او ادبیاتو هغه ژوندی تاریخ او عالم دی، چې د څو شپېتو کلونو د فرهنګي سابقې او خدماتو ترڅنګ د څو نسلونو د علم او ادب د لارویانو استاد او لارښود دی، یوازې که په علمي او څېړنیز کار و زیار یې هم حساب وکړای شي په زرهاو شاګردان او په لسګونو کتابونه او زرګونه مقالې یې هغه څه دي، چې د خلکو د فکري تنویر او په ملي ویښتیا کې یې نقش د یادولو وړ دی.
هغوی چې د استاد زهېره او الوتې اروا یې هم درک نکړای شوه او د جلاوطنۍ په اور سوزنده کړیکه یې هم یوازې پر همغه «میوو» تعبیر کړه، زما په فکر د استاد اصلاً بخت لکه چې په دې سپین ږېره هم «زه یې په سمه خېژومه، دی ځي په غرونه» په مصدق ورسره د خپلو وطنوالو په فکري او شعوري کچه نه ځي.
استاد د خپل ملي وجدان پر یاغیتوب همغه څوک دی، چې د روسي تاړاک په بندیزونو کې یې لا د خپلې املا او زنځیریو ژبه او لار ایجاد کړې وه او له پردیو استعمارونو یې مخ اړولی و، دغه د «خپلو میو» په خبره او قېد دې یې هم څوک سطحي نه اخلي، دا د استعاري بیان زور دی، چې موږ ته یې په دې مجلله دنیا په واضحه توګه پر عرب د طنز په ژبه وویل، چې «که دوی هر څومره د دوی په ژبه باتمدنه او باتهذیب او لوړ دي؛ خو دا هر څه «دوی» دي، موږ نه یو» ځکه خو ممکن د استاد په خبره کې «زموږ او دوی» په قېدونو کې د «خپلو میو» خبره «زموږ يا د خپلتوب» خبره وي.
کلونه وړاندې یې د ځینو ملګریو په ملتیا د علومو اکاډمۍ پر غولي میلمانه وو، هغه وخت چې موږ د نورو د انحصار تکیه وو، استاد د کوم مجلس خبره وکړه، چې دوی «نورو» ته یې مخامخ وویل، چې «موږ هغه وخت هم د تهذیب او تمدن خاوندان وو، کله چې تاسې واښه خوړل، موږ ته په کمه سترګه کتل ستاسې اشتبا ده» هغه وخت چې مې دا خبره له استاد اورېده، د نرګسیت په اعتراض مې په خاموشه خوله تېره کړه؛ مګر اوس چې د استعماري لوبو پرلپسي د یوه ناتمام ناروا جبر تماشبین یو، پوهېږم، چې استاد څومره حساسه او اساسي خبره کوله.
د استاد د سترګو پر «دید» د ښاغلي سید سلیمان اشنا هغه اخیستنې یو طرفه او له عدله ډېرې لرې ځکه وې، چې استاد ته یې د ننګونې په توګه ایښې وې، ګنې ستونزې همدا او همدومره سراسري او سطحي دي، که واقعیتونه سره وایو او کرښه مو هم ملي وي؛ بیا خو نو باید تر خپلمنځي حساب و کتاب، د غورځېدنې او پرځېدنې د هغه داستانونو پر جریاناتو د تکراري غږېدا پر ځای یې پر سنجیده علتونو ګړار پکار دی، دا څه مانا؟ چې د سکې پر یوه مخ دې قضاوت کوم او پر دا بل دې یې غلی پاتې کېږم، مقصد د خبرې دا دی، چې زموږ د ملي ربړې ناورین یوازې په نن کې موږ نه یو او عاملین یې هم یوازې په «موږ» نه دي؛ بلکې هغه څوک هم دي، چې موږ و تاسې یې د خپلو حسابونو د کولو پر افراطیت داسې سره مشغول کړي یو، چې «دوی» مو هېر دي. ایا په دغسې توجیه چې زموږ د یوې پیړۍ د هر اړخیزې بدبختی دقیق ادرسونه معلوم دي او د هرې ناولې او ناملي او سیاسي لوبو فشتواناوې یې لرلي او لا یې هم لري، پر هغوی باید هیڅ ونه وایو؟ او یا دا چې هلته د خپلو «سترګو دید» محفوظ دی، زه باوري یم، چې استاد د هغه ځای مجلل او پر عصري امتیازاتو او وسایلو ولاړ ژوند او د خپل وطنه د لرې والي او د نه پرمختګ تصوراتو ځورولی دی او په همدغه وطن میین شعور یې د سترګو دید له لاسه ورکړی دی.
استاد چې د دغسې یوه فکر له ادرسه د لیکنې، څېړنې او سیاسي جدوجهد مبارز دی د دوښمن په تېره د استعمار په هره هغه خبره، لومه او لاره پوهېدای شي، ځکه خو یې د هغوی مجلل ژوند ته په نه اهمیت د خپل وطن خبره بدرګه کړه او بې شکه چې که د نورو له لاسه تللی دید یې راونه ګرځي، د زړه دیده خو به یې راشي او څو هغه ساوې خو به یې ارم ومومي، چې دا څو کاله یې دای نارامه کړی و.
خدای دې یې راتګ د وطن او وطنوالو لپاره بختور کړي.