Homeخبرونهټرمپ او پزشکیان تفاهم‌لیک الکترونیکي لاسلیک وکړ

ټرمپ او پزشکیان تفاهم‌لیک الکترونیکي لاسلیک وکړ

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۸ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیا بقايي تایید کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ تفاهم‌لیک په الکترونیکي او مجازي بڼه لاسلیک شوی او رسمي بڼه یې خپله کړې ده.

د نوموړي په وینا، که څه هم مخکې ویل شوي و چې دا سند به د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي ونس او د ایران د پارلمان د رئیس محمدباقر قالیباف له خوا لاسلیک شي، خو په پای کې پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو تر ټولو لوړپوړي اجرايي مشران، یعنې مسعود پزشکیان او ډنالډ ټرمپ به یې په الکترونیکي ډول لاسلیک کړي.

اسماعیل بقایي زیاته کړه چې له دې امله د ځانګړو مراسمو اړتیا نشته، خو د دواړو هېوادونو استازي به د پخواني پلان له مخې د خبرو اترو د دوهم پړاو د پیل لپاره د سویس جینیوا ته سفر وکړي.

د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي هم دا موضوع تایید کړې ده.

بقایي: د ایران اتومي مواد به له هېواده ونه ایستل شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ټینګار وکړ چې «د ایران اتومي مواد به له هېواده ونه ایستل شي» او ویې ویل چې د هوکړې له مخې، ایران کولای شي لوړ بډای شوی یورانیم د هېواد دننه رقیق کړي.

تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ هم دې ډول یوې طرحې ته اشاره کړې وه، خو ویلي یې و چې دا به د امریکا د متخصصانو او د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ټینګار وکړ چې د هوکړې د متن فارسي او انګلیسي نسخې یو شان دي او زیاته یې کړه چې «مقابل لوري (امریکا) د متن فارسي نسخه هم لاسلیک کړې ده.»

اسماعیل بقایي په ورته وخت کې وویل چې د تفاهم‌لیک د مادو عملي کول او ورته ژمنتیا یو متقابل او دوه‌اړخیز اصل دی، او د ایران د ژمنو د پلي کېدو کچه به د امریکا له لوري د خپلو ژمنو د عملي کولو او پابندۍ پورې تړلې وي.

1 COMMENT

  1. WORLD WANT PEACE.
    ECONOMIY IS WORSE,GAS PRICE IS HIGH,
    IMPORTANT IS THAT PEOPLES WILL NOT KILLED.
    IF ISRAEL DO NOT WANT PEACE,AMERICA MUST STOP SUPPORTING ISRAEL.
    THAT WAY ISRAEL WILL 100% REMOVE FROM MAP
    INSHAL LAH

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواوو کمره |پوهاند بشیر دودیال

د  ارواوو کمره د هغه ناولیت نوم دی چې په دغو وروستیو کې ښاغلي حفیظ الله تُراب په جرمني کې  لیکلی دی. تُراب صاحب...